اسلام
شاته

42. عاشورا

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1حٰمٓ

2عٓسٓقٓ

3(له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

4خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى

5اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

6او هغه كسان چې له ده نه غیر يې نور كارسازان نیولي دي، الله په دوى ښه نګران دى۔ او ته په دوى باندې هېڅ ذمه وار نه يې

7او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي

8او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار

9ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى۔ او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى

10او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم

11(دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

12خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى

13هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي

14او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي

15نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه۔ او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم۔، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي۔ (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته۔، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي۔ او خاص همده ته بېرته ورتلل دي)

16او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى

17الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم۔ او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي

18دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي

19الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى

20هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي

21ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

22ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى

23دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى

24ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى

25او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ

26او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى

27او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي۔ او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى

28او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي۔ او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى

29او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځندهوو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي۔ او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى

30او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي

31او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار

32او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي

33كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي

34یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي

35او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته

36پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي

37او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي

38او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ انفاق كوي

39او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى (له هغو نه) انتقام اخلي

40او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي

41او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو نه پس بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته

42بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

43او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي

44او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته۔ او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟

45او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي

46او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته

47تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته۔، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي

48نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي۔، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي۔ او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى

49خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي

50یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى

51او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره۔، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى۔

52او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله۔، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو۔ او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي

53د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath