38. سعد
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1صاد، قسم دى په قرآن چې د نصیحت والا دى
2بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي، په كبر او مخالفت كې دي
3مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و
4او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى
5ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى
6او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه)
7مونږ دغه (توحید) په وروستي دین (نصرانیت) كې نه دى اورېدلى. نه دى دا مګر له خپله ځانه نه جوړ كړى شوي دروغ
8ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى
9ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟
10یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي
11(دغه) داسې لښكر ګوټى دى له لښكرو څخه، چې په دغه ځاى كې شكست وركړى شوى دى
12تكذیب كړى و له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او فرعون چې د مېخونو والا و
13او ثمودیانو او د لوط قوم او د ځنګل والاوو، همدغه ډلې دي
14نه ده هره یوه (ډله) مګر چې د رسولانو تكذیب يې كړى دى، نو زما عذاب پرې ثابت شو
15او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته)
16او دوى ویل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ برخه ژر راكړه، د حساب له ورځې نه مخكې
17ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و
18بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله
19او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و
20اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و
21او ایا تا ته د جګړه كوونكو خبر راغلى دى، كله چې هغوى په (دېوال د) عبادت خانې راوختل
22كله چې دوى په داود ورننوتل، نو هغه له دوى نه ووېرېده، دوى وویل: ته مه وېرېږه! (مونږ یو) دوه جګړه كوونكې ډلې، زمونږ ځینو په ځینو نورو ظلم كړى دى، نو ته زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او زیاتى مه كوه او ته نېغې لارې ته زمونږ لار ښووونه وكړه
23بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده
24ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه
25نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى
26اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره
27او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى
28ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟
29(دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي
30او مونږ داود ته سليمان عطا كړ، (هغه) ښه بنده و، بېشكه چې هغه ډېر رجوع كوونكى و
31كله چې ده ته د ورځې په اخر كې هغه ګړندي خاص اسونه وړاندې كړى شول چې په درې پښو ودرېږي
32نو ده ویل: بېشكه ما د دغه مال محبت محبوب ګڼلى دى د خپل رب د یاد په وجه، تر دې چې (دغه اسونه) په پرده كې پټ شول
33تاسو دغه ما ته بېرته راولئ، نو شروع شو چې په پنډيو او څټونو يې لاس راښكه
34او یقینًا یقینًا مونږ سلیمان وازمایه، او د ده په كرسۍ مو یو جسد وغورځاوه، بیا ده رجوع وكړه
35ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې
36نو مونږ د ده لپاره هوا مسخره كړه چې د ده په امر سره به چلېدله نرمه نرمه، چېرته چې به ده اراده وكړه
37(مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى
38او نور (پېریان) چې په ځنځيرونو كې له یو بل سره تړل شوي وو
39دا زمونږ عطا ده، نو ته احسان كوه، يا يې وساته، بې له حسابه
40او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قرب دى، او (په اخرت كې) د ورتلو ښه ځاى دى
41او ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى
42ته (ځمكه) په خپلې پښې سره ووهه، دغه یخ غسلځاى دى، او د څښلو اوبه دي
43او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره
44او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و
45او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو
46بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي
47او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي
48او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو
49دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى
50چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي
51په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي
52او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي
53دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي
54بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته
55دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى
56چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده
57دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي
58او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه
59دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي
60هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى
61دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه
62او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟
63ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟
64بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول
65ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى
66چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى
67ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى
68تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ
69ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي
70ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم
71كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم
72نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ
73نو ملايكو ټولو سجده وكړه
74غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه
75(الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟
76هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى
77(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې
78او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى
79هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي
80الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې
81د معلوم وخت تر ورځې پورې
82ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم
83مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي
84الله وویل: پس حقه خبره دا ده، او زه حقه خبره كوم
85چې خامخا ضرور به زه جهنم ډكوم له تا نه او له هغه چا نه چې په دوى كې ستا پیروي وكړي، له ټولو نه
86ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم
87نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت
88او خامخا ضرور به تاسو څه وخت وروسته د ده په خبر عالمان شئ
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath