36. یاسین
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1يا، سين
2قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى
3بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې
4په نېغه لار يې
5(دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي
6د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي
7یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي
8بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي
9او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته۔، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ ویني
10او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي
11بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه
12بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى
13او ته دوى ته د دغه كلي اوسېدونكي مثال وګرځوه، كله چې دوى ته رسولان راغلل
14كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو
15دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان۔ او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ
16دغو (رسولانو) وویل: زمونږ رب پوهېږي، بېشكه مونږ تاسو ته یقینًا (پېغمبران) راستول شوي یو
17او زمونږ په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسونه
18دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي
19دغو (پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ
20او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل: اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ
21تاسو د هغه چا پیروي وكړئ چې له تاسو نه څه اجر (او مزدوري) نه غواړي، په داسې حال كې چې دوى (پخپله) هدایت موندونكي دي
22او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ
23ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي
24بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې یم
25بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ
26ده ته وویل شو: ته جنت ته ننوځه! ده وویل: اى كاشكې چې زما قوم پوه شي
27په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه
28او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو
29هغه (سزا) نه وه مګر یوه چغه، نو ناڅاپه دوى مړه یخ پخ پراته وو
30اى افسوسه په بنده ګانو! دوى ته به نه راته كوم رسول مګر دوى به په هغه پورې استهزا كولې
31ایا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي
32او نه دي دا هر یو مګر ټول به زمونږ په وړاندې حاضر كړى شوي وي
33او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي
34او مونږ په دغه (ځمكه) كې د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي او مونږه په دغه (ځمكه) كې چینې جاري كړي دي
35د دې لپاره چې دوى د دغو (څیزونو) له مېوو نه خوراك وكړي، حال دا چې دغه (مېوې) د دوى لاسونو نه دي پیدا كړي، ایا نو دوى شكر نه وباسي
36پاكي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې يې پیدا كړي دي، له هغو څیزونو نه چې ځمكه يې زرغونوي او د دوى له نفسونو نه او له هغو څیزونو نه چې دوى يې نه پېژني
37او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي
38او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي
39او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى
40لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي
41او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي
42او د دوى لپاره مو د دغې (بېړۍ) په شان هغه څیزونه پیدا كړي دي چې دوى پرې سورېږي
43او كه مونږ وغواړو (نو) دوى به غرق كړو، بیا به دوى لپاره نه هېڅ فریادرس وي او نه به دوى له غرقېدونه خلاصول كېږي
44مګر (نه يې غرقوو) له خپل جانب نه د رحمت په سبب او تر یو وخته پورې د فايدې اخيستلو لپاره
45او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ځان وساتئ له هغه (عذاب) نه چې ستاسو په مخكې دى او له هغه نه چې ستاسو شا ته (په اخرت كې) دى، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
46او دوى ته د خپل رب له دلیلونو نه هېڅ دلیل نه راځي، مګر دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي دي
47او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو له هغه (مال) نه ځینې ولګوئ چې الله تاسو ته دركړى دى، نو كافران شوي (د الله منكر) كسان هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: ایا مونږ هغه چا ته طعام وركړو چې كه الله غوښتلى (نو) هغه ته به يې طعام وركړى وى. نه یئ تاسو مګر په ښكاره ګمراهۍ كې
48او دوى (كفار) وايي: (د قیامت) دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتیني یئ
49دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې دوى به ونیسي، په داسې حال كې چې دوى به یو له بله سره جګړې كوي
50نو نه به د وصیت كولو توان ولري او نه به خپل اهل ته بېرته ورشي
51او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي
52دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو
53دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي
54نو نن ورځ به په هېڅ یو نفس باندې هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او تاسو ته به بدله نه دركولى كېږي مګر هغه چې تاسو څه عمل كاوه
55بېشكه د جنت والا نن ورځ په مشغولتیا كې دي، خوند اخيستونكي دي
56دوى او د دوى ښځې په سیورو كې (ناست) دي، په تختونو باندې تكیه وهونكي دي
57د دوى لپاره په دغو (جنتونو) ښې مېوې دي او د دوى لپاره هغه څه دي چې دوى يې غواړي
58سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى
59او (وبه ویل شي:) اى مجرمانو! تاسو نن ورځ بېل بېل شئ
60اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى
61او داسې چې تاسو زما عبادت كوئ، دا نېغه لار ده؟
62او یقینًا یقینًا ده (شیطان) په تاسو كې ډېر خلق ګمراه كړي دي، ایا نو تاسو داسې نه یئ چې عقل وچلوئ؟
63(منكرانو ته به په اخرت كې وویل شي:) دا هغه جهنم دى چې تاسو ته به يې وعده دركول كېده
64تاسو ده ته په نن ورځ ننوځئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه
65نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول
66او كه مونږ غوښتلى (نو) د دوى سترګې به مو محوه (هوارې) كړې وى، نو دوى به (خپلې معلومې) لارې ته وړاندې شوي وى، بیا به دوى څنګه لېدله
67او كه مونږ غوښتلى (نو) خامخا مونږ به دوى په خپلو ځایونو كې مسخ كړي وو، نو (بیا به) دوى نه د وړاندې تللو طاقت لاره او نه به بېرته ګرځېدلى وى
68او هر هغه څوك چې مونږ هغه ته اوږد عمر وركړو (نو) هغه په تخلیق (ساخت) كې نسكور كړو، ایا نو دوى عقل مندي نه كوي
69او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى
70د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي
71ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ له هغو څیزونو نه چې زمونږ لاسونو جوړ كړي دي، دوى لپاره څاروي پیدا كړي دي، بیا دوى د هغو مالكان دي
72او مونږ دغه (څاروي) د دوى لپاره تابع كړي دي، نو په دغو كې ځینې د دوى سورلۍ دي او په دغو كې ځینې دوى خوري
73او د دوى لپاره په دغو (څارویو) كې فايدې او مشروبونه دي، ایا نو دوى شكر نه وباسي؟
74او دوى له الله نه غیر نور معبودان ونیول، د دې لپاره چې دوى سره مدد وكړى شي
75دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي
76نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي
77ایا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى
78او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي
79ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى
80هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ
81ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى
82بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي
83نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath