20. Taa-Haa
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1طا، ها
2مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې
3مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي
4(نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي
5رحمٰن په عرش باندې برقراره شو
6خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي
7او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي
8الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي
9او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده
10كله چې ده اور ولیده، نو خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شئ، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه له هغه نه تاسو ته لګولې (بله) لمبه راوړم، یا به په اور باندې څه لار ښوونه (لار ښود) ومومم
11نو كله چې دى دغه (اور) ته راغى، ده ته اواز وكړى شو چې اى موسٰی
12بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې
13او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي
14بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه
15بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي
16نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې
17او اى موسٰی! ستا په ښي لاس كې څه شى دى؟
18ده وویل: دا زما امسا ده په دې زه تكیه لګوم، او په دې سره زه خپلو ګډو (بيزو) ته پاڼې څنډوهم، او زما لپاره په دې كې نور حاجتونه (او فايدې) هم دي
19(الله) وویل: اى موسٰی! ته دا وغورځوه
20نو ده دغه وغورځوله، نو ناڅاپه دغه (امسا) مار شو، منډې يې وهلې
21(الله) وویل: ته دا راونیسه، او ته مه وېرېږه، ژر به مونږ دا خپل ړومبني شكل ته راوګرځوو
22او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده
23د دې لپاره چې مونږ تا ته د خپلو ترټولو لویو نښو ځنې (څه) وښیو
24ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
25ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه
26او ما ته زما كار اسان كړه
27او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه
28چې دوى زما په خبره پوه شي
29او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه
30هارون، چې زما ورور دى
31په ده سره ته زما مَلا قوي كړه
32او دى زما په كار كې شریك كړه
33د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو
34او ستا ډېر ذكر وكړو
35بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې
36(الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا تا ته ستا سوال دركړى شو
37او یقینًا یقینًا مونږ په تا باندې یو ځل بل احسان كړى و
38كله چې مونږ ستا مور ته الهام وكړ هغه چې (تا ته اوس) وحي كولى شي
39چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي
40كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي۔، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې۔ او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی
41او ته ما د خپل ځان لپاره تیار كړى يې
42ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ
43تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشكه هغه باغي شوى دى
44نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي
45دواړو وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي
46(الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم
47نو تاسو ده ته ورشئ، پس (ورته) ووايئ چې بېشكه مونږ ستا د رب رسولان یو، نو ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه، او ته دوى مه په عذابوه، په تحقیق مونږ تا ته ستا د رب له معجزې سره راغلي یو، او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي
48بېشكه مونږ چې یو، یقینًا مونږ ته وحي كړى شوې ده چې بېشكه عذاب په هغه چا دى چې (د رسولانو) تكذیب كوي او (له اسلامه) مخ ګرځوي
49ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى؟
50ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده
51(فرعون) وویل: د ړومبنو زمانو د خلقو څه حال دى؟
52ده وویل: د هغو علم زما له رب سره دى په یو كتاب كې، زما له رب نه څه ورَكېږي او نه ترې هېرېږي
53هغه ذات چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې چلولې دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي
54تاسو يې خورئ او خپل څاروي (په كې) څروئ، بېشكه په دغو (شیانو) كې د عقل والاو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
55له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یئ او په هم دې كې به مونږ تاسو ننه باسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو
56او یقینًا یقینًامونږ ده ته خپلې ټولې نښې (او معجزې) وروښوولې، نو ده تكذیب وكړ او انكار يې وكړ
57وویل: (فرعون) ایا ته مونږ ته راغلى يې اى موسٰی؟، د دې لپاره چې ته په خپل سحر (جادو) سره مونږ له خپلې ځمكې نه وباسې
58نو مونږ به خامخا ضرور تا ته د دغه (سحر) په مثل سحر راوړو، نو ته زمونږ په مینځ كې او په خپل مینځ كې یوه وعده مقرره كړه چې نه به مونږ د هغې مخالفت كوو او نه ته۔، داسې ځاى چې مساوي (هوار) وي
59ده وویل: ستاسو د وعدې وخت د زینت (او جشن) ورځ ده او دا چې خلق دې د څاښت په وخت كې راجمع كړى شي
60نو فرعون وګرځېده، نو خپل مكر (او چل) يې راجمع كړ، بیا راغى
61(موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل
62نو دغو (جادوګرو) په خپل كار كې په خپل مینځ سره جګړه وكړه او دغه پټه مشوره يې خفیه وساتله
63دوى وویل: بېشكه چې دا دواړه خامخا ساحران (جادوګر) دي، دوى دواړه غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (خاورې) نه په خپل سحر (جادو) سره وباسي او ستاسو ډېر غوره لار (د دين) ختمه كړي
64نو تاسو خپل ټول چل مكر راجمع كړئ، بیا تاسو (میدان ته) راشئ صف صف، او یقینًا نن ورځ هغه څوك كامیاب دى چې غالب شو
65ده وویل: اى موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي
66ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي
67نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله
68مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې
69او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي
70نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل: مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ
71(فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجور په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی)
72هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلى دى چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يواځې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې
73بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره۔ او تل پاتې كېدونكى دى
74بېشكه شان دا دى چې هغه څوك چې خپل رب ته راشي، په دې حال كې چې كافر وي، نو بېشكه د ده لپاره دوزخ دى، دى به په ده كې نه مري او نه به (ښه) ژوندون كوي
75او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (، نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي
76چې د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه د هغه چا بدله ده چې ځان يې (له شرك او كفر نه) پاك ساتلى وي
77او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه)
78نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل
79او فرعون خپل قوم لره ګمراه كړ او نېغه لار يې ور ونه ښودله
80اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل
81تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه)
82او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي
83او ته څه شي راګړندى كړې له خپل قوم نه اى موسٰی
84ده وویل: دوى دغه دي په ما پسې راروان دي او زه تا ته جلت راغلم اى زما ربه! د دې لپاره چې ته راضي شې
85(الله) وویل: نو بېشكه مونږ ستا قوم له تا نه وروسته وازمایه او سامري دوى ګمراه كړل
86نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل: اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه
87دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول
88نو ده د دوى لپاره (له هغې كندې څخه) یو سخى چې جسد و؛ راووېست، چې د ده لپاره د سخي اواز و، نو دوى وویل: دا ستاسو معبود دى او د موسٰی معبود دى، پس هغه هېر كړى دى
89(الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې
90او یقینًا یقینًا هارون دوى ته د دې (موسٰی له راتلو) نه مخكې ویلي وو چې اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ
91دوى وویل: مونږ به تل به په (عبادت) د ده محكم ولاړ اوسو، تر هغه پورې چې موسٰی مونږ ته بېرته راشي
92(موسٰی چې راغى نو) ويې ويل: اى هارونه! ته څه شي منع كړى وې، كله چې تا دوى ولیدل چې ګمراه شول
93چې تا زما پیروي ونه كړه، ایا نو تا زما د حكم نافرماني وكړه؟
94ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل
95(موسٰی) وویل: نو ستا څه كار و اى سامري
96هغه وویل: ما هغه شى ولیده چې دوى هغه نه و لیدلى نو ما یو موټى (خاوره) راوخيسته د رسول له قدمه، نو هغه ما (د دغه سخي په خوله كې) وغورځوله او همداسې ما ته زما نفس (دا كار) ښايسته كړى و
97ده وویل: نو ته ځه! پس بېشكه تا لره په ژوندن كې دا دي چې ته به وايې: (په ما) مه لګېږئ، او بېشكه تا لپاره د وعدې یو وخت دى چې له تا سره به د هغې وعدې هېڅ خلاف ونه كړى شي، او ته خپل هغه معبود ته وګوره چې ته په (عبادت) د ده باندې محكم ولاړ وې، مونږ به دى خامخا ضرور سوځوو، بیا مونږ دى په سمندر كې بادوو، بادول
98بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى
99هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى)
100هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ (د عذاب) بار پورته كوي
101چې تل به وي په دغه (عذاب) كې او دغه بد دى د دوى لپاره د بارولو په لحاظ
102په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به (په دوهم ځل) وپوكل شي۔ او په دغې ورځ كې به مونږ مجرمان (كافران) راجمع كوو چې شین سترګي (تور مخې) به وي
103دوى به په خپل مینځ كې پټې پټې خبرې كوي چې تاسو وخت نه دى تېر كړى (په دنیا كې) مګر لس شپې
104مونږ ښه عالمان یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، كله چې په دوى كې د روش په لحاظ ډېر كامل وايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر یوه ورځ
105او دوى له تا نه د غرونو په باره كې پوښتنه كوي، نو ته (ورته) ووایه چې زما رب به دغه (غرونه) تار په تار كړي، تار تار كول
106نو دغه (ځمكه) به تش هوار ډاګ پرېږدي
107چې ته به په دې كې نه ښكته والى وینې او نه څه اوچت والى
108په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو)
109په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي
110دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى
111او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول او تحقیق نامراده شو هغه كس چې (د) ظلم (بار) يې پورته كړ
112او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه
113او هم داسې مونږ دغه (كتاب) نازل كړى دى عربي قرآن، او مونږ په ده كې (ایتونه) له وعید ځنې بیا بیا راوړي دي، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي یا دغه (قرآن) دوى ته څه پند پیدا كړي
114نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې
115او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده
116او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ
117نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ
118بېشكه تا لپاره دا مقرر ده چې ته به په دې (جنت) كې نه وږى كېږې او نه به بربنډېږې
119او دا چې بېشكه ته به نه په ده كې تږى كېږې او نه به دې ګرمي كېږي
120نو ده ته شیطان وسوسه واچوله، ويې ويل: اى ادمه! ایا زه تا ته د تل ژوندي پاتې كېدلو ونه وښیم او داسې بادشاهي چې نه به ختمېږي
121نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده
122بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته)
123(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي
124او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو
125دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم
126(الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې
127او همداسې مونږ جزا وركوو هغه چا ته چې له حده ووت او د خپل رب په ایتونو يې ایمان رانه وړ او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
128ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي
129او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (، نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه)
130نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه۔ او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې
131او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي۔ د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو۔ او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
132او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى
133او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي
134او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو
135ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath