اسلام
شاته

9. توبه

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1(دا) د الله او د هغه د رسول له جانبه بیزاري او صاف ځواب دى، په مشركانو كې هغو كسانو ته چې تاسو ورسره عهد كړى و

2نو (اى مشركانو!) تاسو په دغه ځمكه كې څلور میاشتې (په امن سره) ګرځئ او پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او دا چې یقینًا الله كافرانو لره رسواكوونكى دى

3او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

4مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي

5نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ۔، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

6او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي

7د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي

8څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (، نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي

9دوى د الله د ایتونو (د پرېښودلو) په بدل كې لږ قیمت اخيستى دى، نو منع شوي دي د هغه له لارې نه، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه عمل چې دوى به كاوه

10دوى د مومن په باره كې نه د خپلولۍ لحاظ كوي او نه د عهد، او همدغه كسان (له حد نه) تېرېدونكي دي

11نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې او مونږ په تفصیل سره بیانوو ایتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

12او كه دوى خپل قسمونه له خپل عهد نه پس مات كړل او ستاسو په دین كښی يې عیبونه راوېستل شروع كړل، بیا نو د كفر له امامانو (مشرانو) سره جنګ كوئ، بېشكه دوى (چې دي) د دوى لپاره هېڅ قسمونه نشته، د دې لپاره چې دوى منع شي

13ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ

14له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي

15او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې په چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

16ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لاتر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ

17د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي

18د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي

19ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

20هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي

21دوى ته خپل رب له خپل جانب نه د رحمت او رضامندۍ او د داسی جنتونو زېرى وركوي چې د دوى لپاره به په هغو كې همېشنى نعمت وي

22په دې حال كې چې په هغو كې به تل ترتله همېشه وي، بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډیر لوى اجر دى

23اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان مه نیسئ كه دوى كفر محبوب (او غوره) وګڼي په ایمان باندې، او په تاسو كې چې چا له دغو (كفارو) سره دوستي وكړه، نو همدغه كسان ظالمان دي

24(اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي

25یقینًا یقینًا الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ

26بیا الله خپل تسكین په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او داسې لښكرې يې نازلې كړې چې تاسو هغه نه وې لیدلې او كافر شويو خلقو ته يې عذاب وركړ او دا د كافرانو جزا ده

27بیا به الله له دې نه بعد (په رحمت سره) رجوع وكړي په هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى

28اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

29تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه په الله ایمان راوړي او نه د اخرت په ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى له خپله لاسه په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل وي

30او یهودیانو وویل: عزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى، دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي

31دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي

32دوى غواړي چې د الله رڼا په (پوكو د) خپلو خولو سره مړه كړي او الله انكار كوي مګر دا چې خپله رڼا پوره كړي اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي

33دى هم هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي

34اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډیر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په باطلې طریقې سره یقینًا خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

35په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول

36بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى

37اصل خبره دا ده چې تاخیر (د حرمت د یوې میاشتې بلې میاشتې ته) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل نا كاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي

38اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (، نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې په دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه

39كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

40كه تاسو د دغه (رسول) مرسته ونه وكړئ، نو یقینًا الله د هغه مدد كړى دى كله چې دې كافران شويو خلقو په داسې حال كې ووېست چې دویم د دوو و۔، كله چې هغوى دواړه په غار كې وو، كله چې هغه خپل ملګري ته ویل: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى، نو الله په هغه باندې خپل تسكین نازل كړ او هغه يې په داسې لښكرو سره مضبوط كړ چې تاسو هغه نه دي لیدلي، او د كافران شويو خلقو كلمه يې ترټولو ښكته كړه او د الله كلمه، همغه تر ټولو لوړه ده، او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

41تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ

42كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى په الله قسمونه خوري كه زمونږ طاقت وى (، نو) ضرور به له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

43الله ته معاف كړې، د څه لپاره (او ولې) دې دوى ته (دپاتې كېدلو) اجازت وركړ؟ تر هغه پورې چې تا ته هغه كسان ښه ښكاره شوي وى چې رښتیا يې ویلي او تا دروغجن (هم) معلوم كړي وى

44له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله په پرهېزګارانو ښه عالم دى

45له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه شكمن شوي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي

46او كه دوى (غزا ته) د وتلو اراده لرلى، نو ارومرو به دوى د دې (وتلو) لپاره د تیاري څه اسباب تیار كړي وو او لېكن الله د دوى پورته كېدل (د جهاد لپاره) نه و خوښ كړي، نو دوى يې په سست كولو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره

47كه دوى په (لښكر د) تاسو كې وتلي وى (، نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ښه پوه دى

48یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بدګڼونكي وو

49په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: ما ته اجازت راكړه او ما په فتنه (ګمراهۍ) كې مه اچوه، خبردار شئ! هم دوى په فتنه كې غورځیدلي دي او بېشكه جهنم یقینًا كافرانو لره راګېروونكى دى

50كه تا ته څه ښیګڼه درورسیږي (، نو) …دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت د رورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار (د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي

51ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، هم هغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

52ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو

53ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په رضا سره، یا (د اسلام) په زور سره، له سره به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان (كافران) یئ

54او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي

55نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي

56او دوى په الله قسمونه خوري چې بېشكه دوى یقینًا له تاسو ځنې دي، حال دا چې دوى له تاسو څخه نه دي او لېكن دوى داسې قوم دى چې وېرېږي

57كه دوى څه د پناه ځاى ومومي، یا غارونه، یا بل د ننوتلو ځاى (، نو) خامخا به دوى هغه ته وګرځي، په داسې حال كې چې دوى به منډې وهي

58او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې په تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي

59او كه حقیقتًا دوى په هغه څه راضي شوي وى چې الله او د هغه رسول دوى ته وركړي دي او ویلي يې وى: زمونږ لپاره الله كافي دى۔، ژر به الله مونږ ته له خپله فضله راكړي او د هغه رسول (هم له بل غنیمت نه) بېشكه مونږ خاص الله ته رغبت كوونكي یو

60بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره چې په دې باندې عامل (راټولوونكي) وي او د هغو لپاره د چا په زړونو كې چې الفت اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې (به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي، دغه مقرره (كړى شوې) فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

61او په دوى كې ځینې هغه كسان دي چې نبي ته تكلیف رسوي او وايي: هغه (اورېدونكى) غوږ دى (هرڅه اوري او مني يې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى، په الله ایمان لري او په مومنانو باور كوي او په تاسو كې د هغو كسانو لپاره رحمت دى چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې د الله رسول ته تكلیف رسوي؛ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

62تاسو لپاره دوى په الله قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو راضي كړي او الله او د هغه رسول زیات حقدار دي د دې چې دوى هغه راضي كړي، كه دوى ایمان راوړونكي وي

63ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده

64منافقان وېرېږي له دې نه چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دوي (منافقانو) په زړونو كې دي ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ

65او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟

66عذرونه (بهانې) مه جوړوئ، یقینًا تاسو له خپل ایمان راوړو نه وروسته كافران شوي یئ، كه مونږ په تاسو كې یوې ډلې ته معافي وكړو (، نو) بلې ډلې ته به عذاب وركړو، په سبب د دې چې هغوى په رښتیا مجرمان وو

67منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې د ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نیكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي

68الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله په دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى

69(اى منافقانو! تاسو یئ) په شان د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، هغوى له تاسو نه د قوت په لحاظ ډېر سخت وو او د مالونو او اولادونو په لحاظ سره ډېر زیات وو، نو هغوى له خپلې برخې نه فايده واخيستله، بیا تاسو له خپلې برخې نه فايده واخيستله، لكه څنګه چې هغو كسانو د خپلې برخې نه فايده اخيستې وه چې له تاسو نه مخكې وو او تاسو هم په باطلو خبرو كې ښه داخل شوئ په شان د هغه (داخلېدلو) چې هغوى داخل شوي وو، دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت كې برباد شول او همدغه كسان تاوانیان دي

70ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه

71او مومن سړي او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى

72الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همیشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي۔ او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده

73اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى

74دوى په الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (په الله او د هغه په رسول، عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپل فضله دوى غنیان كړل او د هغه رسول (د غنیمتونه په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي

75او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرومرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو

76نو كله چې هغه (الله) دوى ته له خپله فضله (مال) وركړ (، نو) په هغه (مال) يې بخل وكړ او وګرځېدل، په داسې حال چې اعراض كوونكي وو

77نو هغه (الله) دوى ته د دې په نتیجه كې د دوى په زړونو كې داسې نفاق كېښود چې تر هغې ورځې پورې به وي چې له هغه (الله) سره ملاوېږي، په سبب د هغه چې دوى له الله سره د هغې خبرې مخالفت وكړ چې دوى له هغه سره وعده كړې وه او په سبب د دې چې دوى به دروغ ویل

78ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى په پټو (نیتونو) او د دوى په پټو مشورو عالم دى او (دوى په دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله په ټولو پټو خبرو ښه عالم دى

79هغه كسان چې په نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او په هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دوى (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

80ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي

81وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

82نو دوى دې وخاندې (په دنیا كې) لږ او ودې ژاړي ډېر (په اخرت كې) (دا) جزا ده په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

83نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هیڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هیڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې په ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره

84او په دوى كې چې كوم یومړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) په قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو

85او تا دې په تعجب كې وانه اچوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، یقینًا الله همدا اراده لري چې دوى ته په دغو (مالونو او اولادونو) سره عذاب وركړي او روحونه يې ووځي، په داسی حال كې چې كافران وي

86او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې په الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دوى كښی د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره

87دوى په دې راضي شول چې د پاتې شويو (ښځو، ماشومانو) سره وي او د دوى په زړونو مهر لګول شوى دى، ځكه نو دوى نه پوهېږي

88لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي

89الله د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې همېشه اوسېدونكي به وي په هغو كې، همدغه ډېر لوى برى دى

90او د اعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

91هېڅ ګناه او جرم نشته په كمزورو او نه په مریضانو او نه په هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

92او نه په هغو كسانو (څه حرج شته) چې هركله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى سترګې په اوښكو سره بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي

93یقینا همداخبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو په هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي په دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي

94دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ۔، مونږ به له سره په تاسو باور ونه كړو، یقینًا مونږ، الله ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو۔ او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول

95یقینًا دوى به تاسو ته په الله سره قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول

96دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي

97اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي له دې سره چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله په خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى

98او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

99او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نژدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نژدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

100او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغه، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده

101او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ دوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به دوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي

102او (ځینې) نور (خلق) دي چې په خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به په دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

103(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره تسكین دى او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

104ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه له خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

105او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو په هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول

106او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

107اوهغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او له هغه د رسول سره جنګ كړى دى۔ او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

108ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه په تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي

109ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، نو هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

110د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

111بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى

112(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي۔ او ته مومنانو ته زېرى وركړه

113د نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) د خپلولۍ والا وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي

114او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر آه كوونكى (په زړه نرم) ډېر تحمل والا و

115او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى

116بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوندي كول كوي او هغه مړه كول كوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار

117یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغه متابعت وكړ، وروسته له دې چې قریب وه چې په دوى كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه په دوى ډېرنرمي كوونكى، بې حده مهربان دى

118او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په دوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او په دوى باندې خپل ځانونه (هم) تنګ شول او دوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم ده ته دى، بیا هغه (الله) په دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي۔، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

119اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ

120د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله (ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى په كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي اونه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او لوټ كول دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي

121او نه دوى څه نفقه لګوي، نه وړه او نه لویه او نه څه میدان قطع كوي مګر د دوى لپاره (يې ثواب) لیكلى شي، د دې لپاره چې الله دوى ته د هغو بهترینو عملونو جزا وركړي چې دوى به كول

122او مومنان داسې نه دي چې ټول له څېرمې ووځي، نو ولې نه وځي د دوى له هرې ډلې نه یو ټولګى؟ د دې لپاره چې دوى په دین كې ژوره پوهه پیدا كړي او خپل قوم ته انذار وركړي كله چې دوى ته راواپس شي، د دې لپاره چې دوى ووېرېږي

123اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى

124او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د دوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې دوى ښه خوشالېږي

125او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې مرض دى، نو دې (سورت) هغوى ته د هغوى له ګندګۍ سره ګندګي ور زیاته كړه او دوى مړه شول، په دې حال كې چې دوى كافران وو

126او ایا دوى نه ګوري چې یقینًا دوى هر كال یو ځله، یا دوه ځله ازمايلى شي، بیا نه دوى توبه وباسي او نه دوى نصیحت اخلي

127او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي

128یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ په ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى

129نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى۔ او هم هغه د عظیم عرش مالك دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath