96. العلق
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)
2ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى
3ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى
4هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده
5انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده
6حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي
7په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو
8بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي
9ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي
10بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي
11ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي
12یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي
13ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي
14ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟
15داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره
16داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى
17نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي
18ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو
19داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath