92. الف لیل
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
2او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
3او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
4چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
5نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
6او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
7نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
8او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
9او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
10نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
11او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
12بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
13او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
14نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
15ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
16هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
17او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
18هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
19او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
20مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
21او خامخا ژر به دى راضي شي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath