91. ارش-شمس
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
2اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
3او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
4او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
5او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
6او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
7او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
8نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
9چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
10او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
11ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
12كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
13نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
14نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
15او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath