اسلام
شاته

90. البلاد

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1زه قسم خورم په دې ښار باندې

2په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې

3او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي

4یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى

5ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي

6دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى

7ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى

8ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي

9او یوه ژبه او دوه شونډي

10اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي

11نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست

12او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟

13خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي

14او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده

15یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي

16یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي

17بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي

18دغه كسان دښي اړخ والا دي

19او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي

20په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath