89. الفجر
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په فجر (سبا) باندې
2او په لسو شپو باندې
3او په جفت او طاق باندې
4او په شپه باندې كله چې روانه وي
5ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟
6ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟
7چې ارم و د ستنو والا
8هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي
9او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟
10او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)
11هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه
12نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و
13نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه
14بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى
15نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ
16او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم
17داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ
18او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ
19او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره
20او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه
21داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره
22او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)
23او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي
24دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى
25نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي
26او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي
27اى اطمینان نیوونكیه نفسه
28ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې
29نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه
30او زما جنت ته ننوځه
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath