88. الغاشیه
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟
2څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
3سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي
4ډېر ګرم اور ته به ننوځي
5په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي
6د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه
7چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي
8څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي
9په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي
10په اوچت جنت كې به وي
11دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري
12په دغه (جنت) كې روانه چینه ده
13په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي
14او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي
15او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي
16او غوړول شوي اعلی فرشونه دي
17ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟
18او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟
19او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟
20او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟
21نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې
22ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې
23مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي
24نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب
25بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى
26بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath