87. الاعلی
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
2هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
3او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
4او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
5بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
6ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
7مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
8او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
9نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
10ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
11او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
12هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
13بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
14یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
15او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
16بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
17حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
18بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
19د ابراهیم او موسی په صحیفو كې
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath