86. ات-طارق
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
2او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
3ځلېدونكى ستورى دى
4نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
5نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
6دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
7چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
8بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
9په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
10نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
11قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
12او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
13بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
14او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
15بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
16او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
17نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath