اسلام
شاته

85. البروج

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى

2او په وعده كړى شوې ورځې (د قيامت)

3او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)

4هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق

5چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا

6كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو

7او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو

8او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى

9هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى

10بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى

11بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده

12بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي

13بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي

14او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى

15د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى

16ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي

17ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟

18چې فرعونیان او ثمودیان وو

19بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي

20او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى

21بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى

22په لوح محفوظ كې دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath