اسلام
شاته

84. الانشقاق

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1كله چې اسمان څیرې شي

2او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى

3او كله چې ځمكه راښكلى شي

4او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي

5او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده

6اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې

7نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي

8نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

9او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي

10او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي

11نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي

12او د دوزخ بل اور ته به ننوځي

13بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و

14بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي

15ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و

16نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)

17او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي

18او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي

19چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه

20نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي

21او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي

22بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي

23او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي

24نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

25غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath