83. المطففین
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى
2هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي
3او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي
4ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي
5په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)
6هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي
7هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي
8او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى
9یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى
10په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
11هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي
12او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار
13كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي
14داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول
15داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي
16بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي
17بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
18داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي
19او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى
20یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى
21چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي
22بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي
23دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به
24(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې
25په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي
26چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي
27د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى
28چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي
29بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و
30او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل
31او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل
32او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي
33حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي
34نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي
35په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به
36یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath