اسلام
شاته

82. الانفتار

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1كله چې اسمان وچوي

2او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي

3او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي

4او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي

5هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي

6اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې

7هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې

8په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې

9داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ

10په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي

11چې عزتمن لیكونكي دي

12دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ

13بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي

14او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي

15دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي

16او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي

17او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟

18بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى

19(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath