اسلام
شاته

81. تکویر

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1كله چې لمر ونغښتل شي

2او كله چې ستوري خړ شي

3او كله چې غرونه روان كړل شي

4او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي

5او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي

6او كله چې دریابونه بل كړى شي

7او كله چې نفسونه جوړه كړل شي

8او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي

9چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده

10او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي

11او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي

12او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي

13او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي

14هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي

15نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي

16په روانو، پټېدونكو باندې

17او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي

18او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)

19بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى

20چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى

21منلى شوى دى هلته، امین دى

22او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى

23او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و

24او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى

25او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي

26نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟

27نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)

28د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي

29او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath