80. ابسا
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
2په دې وجه چې ده ته ړوند راغى
3او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي
4یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
5هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
6نو ته په هغه پسې كېږې
7حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
8او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
9په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
10نو ته له هغه نه مشغولېږې
11داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
12نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
13(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
14چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
15د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
16چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
17انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى
18دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
19له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
20بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
21بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
22بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
23داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
24نو انسان دې خپل طعام ته وګوري
25چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
26بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
27نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
28او انګور او تركاريانې
29او زیتون او كجورې
30او ګڼ باغونه
31او مېوې او ګياه (واښه)
32ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
33نو كله چې سخت اواز راشي
34په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
35او له خپلې مور او خپل پلاره
36او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
37په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
38څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
39خندېدونكي (او) خوشاله به وي
40او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
41دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
42دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath