اسلام
شاته

78. عن نبا

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟

2د ډېر لوى خبر په باره كې

3هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي

4نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي

5بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي

6ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟

7او غرونه (مو) میخونه

8او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)

9او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى

10او شپه مو لباس ګرځولې ده

11او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى

12او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي

13او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده

14او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي

15د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو

16او باغونه یو له بل سره نژدې

17بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى

18هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ

19او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي

20او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي

21بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي

22د سركشو لپاره د ورتللو ځاى

23چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي

24دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه

25غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه

26بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه

27بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه

28او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل

29او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى

30نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب

31بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده

32(چې) باغونه او انګور دي

33او انارسینه همځولې پېغلې دي

34او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي

35دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ

36د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه

37چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري

38په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي

39دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)

40بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath