77. المرسلات
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي
2بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل
3او په خورونكو بادونو باندې، خورول
4بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول
5بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي
6د عذر لپاره او وېرولو لپاره
7بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده
8نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي
9او كله چې اسمان څیرې كړى شي
10او كله چې غرونه والوزول شي
11او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي
12د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟
13د فیصلې د ورځې لپاره
14او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده
15د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى
16ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي
17بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو
18همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو
19په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى
20ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي
21پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې
22تر مقررې نېټې (اندازې) پورې
23نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو
24په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
25ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې
26ژوندیو لره او مړیو لره
27او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي
28په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
29تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه
30تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى
31چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي
32بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ
33ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي
34په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
35دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى
36او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي
37په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
38دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي
39نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ
40په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
41یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي
42او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي
43(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
44بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
45په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
46تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ
47په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده
48او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي
49په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
50نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath