76. الانسان
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و
2بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه
3بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي
4بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
5بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي
6چې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي۔، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول
7دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى
8او دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي
9(دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو۔، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو
10بېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو
11نو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي
12او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي
13په داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي۔، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني)
14په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل
15او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي
16د سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول
17او په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي
18چې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى
19او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي۔، كله چې ته دوى ووینې۔ (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې
20او كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې
21د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي۔ او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي
22بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى
23بېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول
24نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه
25او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه
26او د شپې په څه حصه كې۔، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې
27بېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي
28مونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي۔ او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل
29بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)
30او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي۔، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
31چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath