75. القیامة
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
2او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
3ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
4ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
5بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
6دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
7نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
8او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
9او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
10نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
11هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته
12په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
13په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
14بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
15اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
16(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
17بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
18نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
19بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
20هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
21او تاسو اخرت پرېږدئ
22په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
23خپل رب ته به كتونكي وي
24او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
25یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
26داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
27او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
28او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
29او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
30ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
31پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
32او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
33بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
34تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
35بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
36ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
37ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
38بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
39نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
40ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath