اسلام
شاته

74. المدتثیر

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1اى په جامه كې نغښتونكیه

2ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه

3او نو د خپل رب لويي بیانوه

4او نو خپلې جامې پاكې ساته

5او ګناه (او بتان) نو ترك كړه

6او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې

7او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه

8نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي

9نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده

10په كافرانو باندې اسانه نه ده

11ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى

12او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ

13او زامن حاضر (باشه)

14او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي

15بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم

16هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و

17ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم

18بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه

19پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟

20بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه

21بیا يې وكتل

22بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ

23بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه

24نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي

25نه دى دا مګر د انسان قول

26ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم

27او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى

28دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي

29انسان لره ډېر سوځوونكى دى

30په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي

31او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)

32هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ

33او په شپې باندې كله چې شا كړي

34او په سبا باندې كله چې روښانه شي

35بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى

36چې انسان لره وېروونكى دى

37هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي

38هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي

39غیر له ښي اړخ والاو نه

40(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي

41د مجرمانو (كافرانو) په باره كې

42(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟

43دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو

44او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه

45او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو

46او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله

47تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى

48نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي

49نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي

50ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي

51چې له زمري نه تښتي

52بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي

53هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي

54هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى

55نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي

56او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath