73. مزمل
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1اى په ځان پورې جامه راتاوونكیه
2په شپه كې لمانځه ته ودرېږه مګر لږه حصه (نه)
3چې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه
4یا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل
5بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو
6بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي
7بېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي
8او ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل
9(دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى۔، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه
10او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده۔ ډېر ښه پرېښودل
11او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه
12بېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى
13او داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى
14په هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي
15بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و
16نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره
17كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي
18اسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى۔، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده
19بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي)
20بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي۔ او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي۔، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ۔، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض۔ او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath