72. الجن
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده
2چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو
3او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد
4او بېشكه شان دا دى چې زمونږ ناپوهو (بېوقوفو) په الله باندې زیاتي (او بې حقیقته) خبرې اړولې
5او یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي
6او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه
7او دا چې یقینًا دوى ګمان كړى و لكه چې تاسو ګمان كړى دى چې الله به هرګز هیڅوك بیا ژوندي راپورته نه كړي
8او دا چې بېشكه مونږ اسمان ته ورسېدو، نو مونږ هغه ومونده چې په ډېرو سختو څوكيدارانو او سوځوونكو شغلو (ستوریو) سره ډك كړى شوى دى
9او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي
10او دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده
11او دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلق) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته۔، مونږ په مختلفو لارو روان یو
12او دا چې بېشكه مونږ یقین وكړ چې مونږ به په ځمكه كې الله له سره عاجز نه كړى شو او مونږ به دى له سره په تېښتې سره عاجز نه كړى شو
13او دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه
14او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چې اسلام راوړي، نو دغو خلقو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ
15او هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي
16او (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه دوى په نېغې لارې باندې سم ودرېږي (نو) مونږ به په دوى ډېرې اوبه وڅښوو
17د دې لپاره چې مونږ دوى په دغه (نعمت) كې وازمایو او هغه څوك چې د خپل رب له ذكر (قرآن) نه مخ واړوي، نو هغه (رب) به دى سخت عذاب ته داخل كړي
18او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ
19او دا چې یقینًا شان دا دى چې كله د الله بنده (محمدﷺ لمانځه ته) ودرېده، چې دغه (الله) يې باله، (نو) دوى نژدې وو چې په ده باندې په یو بل پسې ورپرېوتونكي شي
20ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه خو يواځې خپل رب بولم او زه به له ده سره هیڅوك شریك نه كړم
21ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه تاسو لپاره نه د هېڅ ضرر مالك (او اختیار من) یم او نه د خیر رسولو
22ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه چې یم هیڅوك به ما له الله نه له سره خلاص نه كړى شي او زه به له ده نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومم
23مګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي
24تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، نو دوى به ژر پوه شي چې د مددګار په لحاظ څوك ډېر كمزورى دى او د شمېر په لحاظ څوك ډېر كم دى
25ته (دوى ته) ووایه: زه نه پوهېږم چې ایا هغه (عذاب) نژدې دى چې تاسو سره يې وعده كولى شي، یا به د ده لپاره زما رب لرې زمانه مقرره كړي
26دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي
27مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي
28د دې لپاره چې دى په دې پوه شي چې دوى د خپل رب پېغامونه رسولي دي۔ او ده په هغه څه احاطه كړې ده چې له دوى سره دى او ده هر شى ښه په شمېر سره ساتلى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath