70. المعارج
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى
2په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته
3د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى
4چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى
5نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر
6بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني
7او مونږه دى ډېر نژدې وینو
8په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي
9او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي
10او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي
11حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي
12او خپله ښځه او خپل ورور
13او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه
14او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي
15كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى
16چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى
17دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي
18او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي
19بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى
20كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي
21او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي
22(خو) له لمونځ ګزارو نه غیر
23هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي
24او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده
25د سوالګر او محروم لپاره
26او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي
27او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي
28بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته
29او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي
30مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي
31نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي
32او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي
33او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي
34او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي
35دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي
36نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي
37له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې
38ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟
39هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني
40نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو
41په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو
42نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده
43هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي
44په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath