6. الانعام
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي، چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، او پیدا كړې يې دي تیارې او رڼا، بیا (هم) هغه خلق چې كافر دي، له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
2دى همهغه ذات دى چې تاسو يې له خَټې نه پیدا كړئ، بیا يې یو وخت مقرر كړ او مقرر وخت له هغه سره (لیك) دى، بیا (هم) تاسو شك كوئ
3او په اسمانونو كې او په ځمكه كې هم هغه الله دى، هغه ستاسو په پټو (حالاتو) او ستاسو په ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ
4او دوى ته د خپل رب له ایتونو څخه هېڅ یو ایت نه راځي مګر دا چې دوى له هغه نه مخ اړونكي دي
5پس یقینًا دوى د حق تكذیب وكړ، كله چې دوى ته راغى، نو ژر به دوى ته د هغه څیز خبرونه راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
6ایا دوى نه دي كتلي (نه دي خبر شوي) چې له دوى نه مخكې څومره (ډېر) امتونه مونږ هلاك كړي دي، چې مونږه هغوى ته په ځمكه كې ښه قوت وركړى و، دومره (قوت) چې تاسو ته مونږ (هومره) نه دى دركړى او مونږ پر هغوى باندې پرله پسې ورېدونكى باران ورولى و او داسې وَلې مونږه جاري كړې وې چې له هغوى نه ښكته بهېدلې، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په سبب هلاك كړل او له هغوى نه بعد مونږه نور خلق پیدا كړل
7او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړ، بيا دوى په هغه خپل لاسونه (هم) لګولي وى، (نو) خامخا كافر شويو كسانو به ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
8او دوى وویل: په ده باندې مَلَك ولې نه دى نازل كړى شوى؟ او كه مونږه مَلَك نازل كړى وى (نو) لازمًا به معامله فیصله كړى شوې وه، بیا به دوى ته مهلت نه وركول كېدى
9او كه چېرې مونږ دا (رسول) مَلَك ګرځولى وَى (، نو) خامخا مونږ به هغه سړى جوړ كړى و او خامخا مونږه به دوى په هغه شبه كې اچولى، په كومه شبه كې چې (اوس) پراته دي
10او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
11ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟
12ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، خامخا لازمًا به هغه تاسو د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
13او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې ارام كوي په شپه كې او په ورځ كې او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
14ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له هغه الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیداكوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه زه چې یم، ما ته حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
15ته ووایه: بېشكه زه د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، كه د خپل رب نافرماني وكړم
16هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا په هغه يې رحم وكړ او دا څرګنده كامیابي ده
17او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
18او هم دى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او هم دى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
19ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى۔ او ما ته دا قرآن وحي كړى شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسېدلى، ایا بېشكه تاسو خامخا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ
20هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى، دى (داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
21او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى
22او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟
23بیا به نه وي د دوى (بله) بهانه مګر دا چې دوى به ووايي: قسم په الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو
24ته وګوره څنګه دوى په خپلو ځانونو باندې دروغ وویل او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به په دروغه جوړول
25او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې په دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې
26او دوى له ده نه منع كول كوي او له ده نه لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري
27او كه ته ووینې كله چې دوى پر غاړه د اور ودرولى شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې
28بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) لازمًا به دوى هغه شي ته راوګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
29او دوى وايي: نه دى دا (ژوند) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوند دى او مونږ به كله هم بیا راژوندي نه كړى شو
30او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرولى شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! قسم دى زمونږ په رب، هغه به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو كاوه
31یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي
32او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ
33یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجن كوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي
34او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه راغلي دي
35او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (معجزه) راوړې، (نو داسې وكړه) او كه الله غوښتلى لازمًا به يې دوى په نېغه لار باندې جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه
36یقینًا همدا خبره ده چې هغه كسان (حق) قبلوي چې اوري، او (كافران مړي دي) مړي به الله راژوندې كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ورګرځولى شي
37او دوى وايي: ولې په ده باندې كومه معجزه د خپل رب له جانبه نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه الله په دې قادر دى چې معجزه نازله كړي او لېكن د دوى اكثره خلق نه پوهېږي
38او نشته دى هېڅ یو په ځمكه كې خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب كې هېڅ شى نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي
39او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي
40ته (دوى ته) ووایه: ما خبر كړئ كه چېرې په تاسو د الله عذاب راشي، یا په تاسو قیامت راشي، ایا تاسو به له الله نه غیر (بل څوك) بلئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
41بلكې تاسو به خاص هغه بلئ، نو هغه به كه وغواړي هغه (تكلیف) لرې كړي د څه لپاره چې تاسو هغه بلئ او تاسو هغه هېروئ چې تاسو يې (له الله) سره شریكان جوړوئ
42او یقینًا یقینًا مونږ پېغام لېږلى و له تا نه مخكې امتونو ته، بیا مونږ هغوى په سختیو اوتكلیفونو سره ونیول، د دې لپاره چې هغوى عاجزي وكړي
43نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول
44نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول
45نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى
46ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي
47ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق
48او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
49او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې وكړ، دوى ته به د هغې نافرمانۍ په سبب عذاب رسېږي چې دوى كوله
50ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ ایا نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ
51او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، چې د دوى لپاره له هغه نه غير نه څوك دوست شته او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي
52او ته هغه كسان مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د هغه (الله) مخ غواړي، په تا باندې د هغوى د حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو څخه
53او همدارنګه مونږ د دوى ځینې په ځینو (نورو) سره ازمایلي دي، د دې لپاره چې دوى ووايي: ایا داخلق دي چې الله په دوى باندې زمونږ له مینځه احسان كړى دى، ایا الله په شكر ګذارو باندې ښه پوه نه دى
54او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ په ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: په تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
55او همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، او د دې لپاره چې د مجرمانو لاره ښه واضحه شي
56ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه منع كړى شوى یم له دې نه چې زه د هغو (څیزونو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غير بلئ، ته ووایه: زه ستاسو د خواهشاتو پیروي نه كوم، (كه ومې كړه، نو) یقینًا زه به په د غه وخت كې ګمراه شوى یم اونه به یم زه له نېغه لار موندونكو نه
57ته ووایه: بېشكه زه په هغه ښكاره دلیل باندې یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغه تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ، نشته دى حكم مګر خاص د الله لپاره، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى
58ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ (، نو) لازمًا به زما او ستاسو په مینځ كې خبره فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى
59او خاص له هغه (الله) سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه په دغو عالم دى او هغه عالم دى په هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي
60او هم هغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي او هغه پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو كول
61او هم هغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر هغه پورې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي
62بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى، اګاه شئ، خاص د هغه لپاره حكم كول دي، او هغه تر ټولو حساب كوونكو ډېر تېز دى
63ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته د وچې او سمندر له تیارو نه څوك خلاصى دركوي، چې تاسو هغه بلئ په زارۍ سره او په پټه سره، (او وایئ) كه چېرې هغه (الله) مونږ ته د دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ارومرو له شكر كوونكو څخه شو
64ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دې نه نجات دركوي او له هر غم نه (هم)، بیا (هم) تاسو شرك كوئ
65ته (دوى ته) ووایه: هم هغه قادر دى په دې خبره باندې چې تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي، ته وګوره مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، د دې لپاره چې دوى پوه شي
66او ستا قوم د دې (قرآن) تكذیب وكړ، حال دا چې همدا حق دى، ته (ورته) ووایه: زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
67د هر یو خبر لپاره مقرر وخت دى او ژر به تاسو پوه شئ
68او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له ظالمو خلقو سره مه كېنه
69او په پرهېزګاره كسانو باندې د دوى (عبث بحث كوونكو) له حسابه څخه هېڅ شى نشته او لېكن (د هغوى په ذمه) نصیحت كول دي، د دې لپاره چې دوى (هم) پرهېزګار شي
70او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى و او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) وو او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست شته او نه سفارشي او كه دا (نفس) فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (، نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه
71ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په خپلو شاګانو وګرځولى شو، وروسته له دې نه چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې هغه شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دا نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، هم هغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم كړى شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو
72او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له هغه (الله) نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ
73او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به ووايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره (څیزونو) عالم دى او هم هغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
74او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان معبودان نیسي، بېشكه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم
75او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو څخه شي
76بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم
77بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (، نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو څخه شم
78نو كله چې هغه لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ
79بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه
80او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل: ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغه ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له هغه (الله) سره شریكان جوړوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، ایا نو ولې تاسو نصیحت نه منئ
81او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو (له الله سره) شریكان كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې بېشكه تاسو له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې د هغه په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ
82هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي
83او دا زمونږ دلیل دى چې هغه مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى
84او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) اوهمدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
85(او هدایت كړى و مونږ) زكریا، او یحیٰی او عیسٰی او الیاس ته، (دوى) هر یو له صالحانو څخه دي
86او اسمٰعیل، او اَلیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي
87او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و
88دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې دوى شرك كړى وَى (، نو) خامخا به له دوى نه ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى كول
89دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دې سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دې سره كفر كوونكى نه دي
90دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت
91او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې هغه (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلاران، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي
92او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې په اخرت ایمان لري، دوى په ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې هم دوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي
93او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي كړى شوې ده! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي كړى شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او وئ تاسو چې د ده له ایتونو څخه مو تكبر كاوه
94او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو۔ او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوٰی كوله چې بېشكه دوى په تاسو كې شریكان دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل
95بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، هم دغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ
96د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي
97او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
98او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانت ځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي
99او دى همغه ذات دى چې له اسمان نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره (څه) مشابه وي او (څه) مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري
100او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې هغه (الله) دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې، د هغه (الله) لپاره زامن او لوڼه له ځانه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي
101د اسمانونو او ځمكې بې له نمونې پیدا كوونكى دى، د هغه لپاره به اولاد څرنګه وي، حال دا چې د هغه لپاره هېڅ ښځه نشته، او هغه، هر شى پیدا كړى دى او هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
102همدا الله ستاسو رب دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى
103سترګي د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كولى شي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى
104یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دي او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
105او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
106ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر هم هغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه
107او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى نه يې ګرځولى او نه يې ته په دوى باندې نګران
108او تاسو هغو ته كنځلې مه كوئ چې دوى يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عمل ښايسته كړى دى، بیا خاص د خپل رب په طرف د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول
109او دوى قسمونه وخوړل په الله باندې خپل پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته معجزه راشي، نو خامخا لازمًا به په هغې ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې معجزې له الله سره دي او تاسو په دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دا (معجزه) چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي
110او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي
111او كه یقینًا مونږ دوى ته ملايك نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي
112او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان دښمنان ګرځولي وو، چې د دوى ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي
113او د دې لپاره چې دې (دروغو) ته د هغو خلقو زړونه مايل شي چې په اخرت ایمان نه راوړي او د دې لپاره چې دوى دا خوښ كړي او د دې لپاره چې دوى هغه (ګناهونه) وكړي چې دوى يې كوونكي دي
114ایا نو زه له الله نه سِوا حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې هم هغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكوڅخه مه كېږه
115او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
116او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي
117بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى
118نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه په ایتونو ایمان لرونكي یئ
119او په تاسو څه دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا هغه (الله) تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغه نه چې تاسو هغه ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه په زیاتي كوونكو ښه پوه دى
120او تاسو ښكاره ګناه او پټه ګناه پرېږدئ، بېشكه هغه كسان چې ګناه كوي، ژر ده چې دوى ته به سزا وركړى شي د هغو (ګناهونو) په سبب چې دوى كولې
121او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې په هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق (نافرماني) دى اوبېشكه شیطانان يقينًا خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ
122ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى كول
123او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري
124او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي۔، الله ښه عالم دى په هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى كاوه
125نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، د هغه سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي
126او دا ستا د رب لار ده، چې نېغه ده، یقینًا مونږ ایتونه واضحه بیان كړي دي، د هغه قوم لپاره چې نصیحت اخلي
127د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى كول
128او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! یقینًا تاسو له انسانانو څخه ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، وبه وايي (دوى ته الله) ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى
129او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان په ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
130اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي دا چې بېشكه دوى كافران وو
131دا (د رسولانو لېږل) د دې لپاره (دي) چې ستا رب د ظلم په وجه د كلیو هلاكوونكى نه دى، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ناخبره وي
132او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى
133او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ
134بېشكه هغه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي، خامخا راتلونكى دى او تاسو كله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
135ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي
136او دوى د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
137او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي
138او دوى وايي چې دا ځینې څاروي او فصلونه دي چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دی)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي، په هغه (الله) باندې د دروغو تپلو لپاره، ضرور به هغه (الله) دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول
139او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ په ښځو باندې حرام كړى شوي دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به هغه (الله) دوى ته د خپل (دې) بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
140یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، چې (دوى) بېوقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې د دروغو تپلو لپاره، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو
141او دا (الله) هغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې په خپلو كې یو شان وي او غیر متشابه (هم) وي۔، تاسو د هغو له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغه حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي
142او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى
143(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
144او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
145(اى نبي!) ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري سِوا له هغه نه چې مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، پس بېشكه هغه پلیتي ده، یا نافرماني وي چې په هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
146او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو
147نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي
148ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ
149ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا په نېغه لار روان كړي وى
150ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دا (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
151ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره دا، (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو عقل وچلوئ
152او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
153او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ
154بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره په هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب په ملاقات ایمان راوړي
155او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
156دا چې تاسو ونه وایئ چې یقینًا همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو
157یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې په مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى لازمًا به مونږ له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى اعراض كاوه
158دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو
159بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى كول
160څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دى او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او په دوى به ظلم نه كېږي
161ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و
162ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي
163د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه ترټولو مسلمانانو اول یم
164ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (دګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه
165او دا (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath