69. الحاقه
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى
2دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى
3او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى
4ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و
5نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول
6او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول
7(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي
8نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې
9او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ
10نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول
11بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ
12د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري
13نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى
14او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول
15نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
16او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي
17او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي
18په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي
19نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ
20بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم
21نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي
22په اوچت جنت كې
23چې د هغه مېوې به نژدې وي
24تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو
25او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې
26او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى
27اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى
28زما مال زما هېڅ په كار رانغى
29له ما نه زما بادشاهي برباده شوه
30(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ
31بیا دى دوزخ ته داخل كړئ
32بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ
33بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ
34او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه
35نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته
36او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه
37چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران
38نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ
39او په هغو چې تاسو يې نه وینئ
40بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده
41او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ
42او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ
43(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي
44او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى
45(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى
46بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى
47نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو
48او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى
49او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي
50او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى
51او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى
52نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath