اسلام
شاته

68. القلم

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1نون۔، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي

2چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې

3او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي

4او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې

5پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني

6چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى

7بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى

8نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه

9دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي

10او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه

11چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى

12خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى

13ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى

14په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى

15كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي

16ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو

17بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي

18او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه)

19نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو

20نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل

21نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو

22داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ

23نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې

24(داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي

25او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو

26نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل: بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو

27بلكې مونږ محروم كړى شوي یو

28د دوى منځني (غوره) كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ

29(نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو

30نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول

31دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو

32امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو

33همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

34بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی

35ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟

36په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ

37ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟

38چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ

39ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ

40ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟

41ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي

42او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري

43په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو

44نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي۔، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي

45او زه دوى ته مهلت وركوم۔، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى

46ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي

47ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي

48نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و

49كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و

50نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه

51او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى

52حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath