اسلام
شاته

63. المنافقون

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې۔ او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي

2دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي

3دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس (اوس نو) دوى نه پوهېږي

4او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي۔ او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي۔، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني۔، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه۔، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي

5او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره مغفرت وغواړي (نو) دوى خپل سرونه تاو كړي۔ او ته دوى وینې چې اعراض كوي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي وي

6د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي

7هم دوى هغه كسان دي چې وايي: تاسو په هغو كسانو باندې مال مه لګوئ چې له رسول الله سره دي، تر دې چې دوى خواره شي۔ او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې خزانې دي او لېكن منافقان نه پوهېږي

8دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري

9اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه۔ او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي

10او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم

11او الله هېڅ یو نفس نه وروسته كوي كله چې د هغه اجل (نېټه) راشي۔ او الله په هغو عملونو ښه خبردا دى چې تاسو يې كوئ

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath