62. الجمعه
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى
2دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
3او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى هغو (پخوانیو) ته نه دي رسېدلي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
4دغه د الله فضل دى چې دا هغه چا ته وركوي چې يې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
5د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
6ته (دوى ته) ووایه: اى هغو كسانو چې یهودیان شوي دي! كه تاسو دا (غلطه) عقیده لرئ چې یقینًا تاسو له نورو خلقو نه غیر د الله دوستان یئ، نو تاسو د مرګ ارزو وكړئ، كه چېرې تاسو رښتيني یئ
7او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى
8ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
9اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
10نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
11او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې۔، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي۔ او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath