اسلام
شاته

61. اصاف

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى

2اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایئ چې نه يې كوئ

3دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ

4بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي

5او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم۔، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل۔ او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي

6او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى۔، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى

7او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

8دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي۔ او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى۔ اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي

9دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي۔، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي

10اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! ایا زه تاسو ته داسې تجارت (سوداګري) وښیم چې تاسو ته به له ډېر دردونكي عذاب نه نجات دركوي

11تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان لرئ او د الله په لاره كې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كوئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي۔ كه تاسو پوهېږئ

12هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي) ۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده

13او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه

14اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله مدد كوونكي شئ، لكه چې د مریمې زوى عیسٰی حواریانو (خپلو ملګرو) ته ویلي وو: د الله طرف ته زما مدد كوونكي څوك دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مدد كوونكي یو، نو په بني اسرائیلو كې یوې ډلې ایمان راوړو او بله ډله كافره شوه، نو مونږ هغو كسانو ته د خپل دښمن په خلاف قوت وركړو چې ایمان يې راوړى و، نو دوى غالبه شول

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath