اسلام
شاته

5. المائده

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي

2اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله د شعائرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كورته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له یو قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ۔ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى

3پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني ده، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

4دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كووونكى دى

5نن ورځ تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شول او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده۔ او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى، او (تاسو لپاره حلالې دي) پاك لمنې مومنې ښځې او پاك لمنې ښځې د هغو خلقو ځنې چې هغوى ته له تاسو نه مخكې كتاب وركړى شوى دى۔ كله چې تاسو دغو (ښځو) ته د هغوى مهرونه وركړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ او نه په پټه سره یاران نیونكي یئ او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي

6اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

7او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغه هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى

8اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقویٰ ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه الله ښه خبر دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

9الله له هغو كسانو سره وعده كړې ده چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، چې د هغوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى

10او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي

11اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

12او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه۔ او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږ ي، نو چا چې په تاسو كې له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو

13نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ په دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي

14او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت وركړى شوى و د هغه (لویه) برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول

15اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى

16چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه (الله) په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي

17یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

18او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه (الله) چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا چې ته وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي

19اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

20او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي

21اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ

22دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو ترهغه پورې چې دوى د هغې نه ووځي، نو كه دوى د هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو

23وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (د الله نه) وېرېدل، (او) الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

24هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو

25وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله

26وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه

27او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي

28كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم

29بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده

30نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه

31نو الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجزه شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو

32له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي

33بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوشش كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى

34مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

35اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هغه ته قرب (نژدې والى) ولټوئ او تاسو د هغه په لار كې جهاد كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

36بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د دې هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (، نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

37دوى به غواړي چې له اور نه ووځي، حال دا چې دوى له هغه نه وتونكي نه دي او د دوى لپاره دايمي (همېشنى) عذاب دى

38او غل او غله، نو تاسو د دوى لاسونه د دوى د كړي عمل په بدله كې پرې كړئ، چې د الله له جانبه عبرتناكه سزا ده او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

39نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

40ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

41اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه كرى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو دپاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى

42دوى د دروغو ډېر اورېدونكي دي او د حرامو ډېر خوړونكي دي، نو كه چېرې دوى تا ته راشي، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه، یا له دوى نه مخ واړوه او كه چېرې ته له دوى نه مخ واړوې، نو دوى به تا ته هیڅكله هم هېڅ شى ضرر در ونه رسولى شي، او كه چېرې ته فیصله كوې، نو د دوى په مینځ كې په انصاف سره فیصله وكړه، بېشكه الله له انصاف كوونكو سره مینه كوي

43او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات دى، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي

44بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي

45او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي

46او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و

47او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي

48او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه

49او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي

50ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي

51اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي

52نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې

53او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې په الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضائع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول

54اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى

55ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي

56او څوك چې د الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د الله ډله غالبه كېدونكې ده

57اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

58او كله چې تاسو لمانځه ته اواز كوئ (، نو) دوى هغه ټوقې او لوبې وګرځوي، دا ځكه چې بېشكه دوى داسې خلق دي چې هېڅ عقل نه لري

59(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي

60ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي

61او كله چې دوى تاسو ته راشي (، نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې

62او ته به په دوى كې ډېر خلق ویني چې په ګناه او ظلم كې او په خپلې حرام خورۍ كې منډې وهي، خامخا بد دى هغه كار چې دوى كاوه

63الهي خلق او عالمان دوى (یهودیانو) لره له خپلو د ګناه له ویناوو نه او له خپلې حرام خورۍ نه ولې نه منع كوي؟ خامخا بد دى هغه كار (د خاموشۍ) چې دوى كاوه

64وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې په دوى لعنت وشي۔، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر لازمًا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (، نو) الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او الله وراني كوونكي نه خوښوي

65او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو۔

66او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (، نو) خامخا دوى به خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځ لارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي

67اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي

68ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر لازمًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه

69بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي

70خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (، نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله

71او دوى دا ګڼله چې هېڅ ازمېښت به نه كېږي، نو ړانده شول او كاڼه شول، بیا الله دوى ته (په رحمت سره) توجه وكړه، بیا په دوى كې ډېر خلق ړانده شول او كاڼه شول او الله ښه لیدونكى دى هغه څه لره چې دوى يې كوي

72خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته

73خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

74ایا دوى ولې الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

75نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو۔، ته وګوره مونږه څنګه دوى ته ایتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي

76ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې تاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفع او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

77ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي

78په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل

79دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه

80ته به په دوى كې ډېر (داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي

81او كه چېرې دوى په الله او په نبي او په هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (، نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي

82خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي

83اوكله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې له اوښكو به بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه

84او مونږ لره څه دي چې په الله به ایمان نه راوړو او په هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي

85نو الله دوى ته د دوى د وینا په بدل كې داسې جنتونه وركړل چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا د نېكي كوونكو بدله ده

86او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي

87اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي

88او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ

89الله تاسو په خپلو قسمونو كې په لغو (قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو په هغو قسمونو نیسي چې تاسو پاخه خوړلي وي، نو د ده كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې په خپلو كورنیو خوروئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (د غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دا) ونه موندل، نو (د هغه په ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

90اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

91یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟

92او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول په ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي

93هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه څه كې چې هغوى خوړلي دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي

94اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې له ښكاره به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم كړي هغه چا لره چې له هغه نه په نا لېدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

95اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا قتل كړ، نو (په هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده په ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى

96ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ

97كعبه، چې د عزت كور دى، الله د خلقو د قیام سبب ګرځولې ده او د عزت میاشت او د حرم قرباني او امیل والا څاروي، دا د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په (هر) هغه څه چې په ځمكه كې دي او دا چې یقینًا الله په هر شي ښه پوه دى

98تاسو پوه شئ چې بېشكه الله سخت عذاب والا دى او دا چې بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

99د رسُول په ذمه نشته مګر يواځې (د حق) رسَول، او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو يې پټوئ

100ته ووایه: ناپاك او پاك سره برابر نه دي اګر كه تا د ناپاكو ډېروالى په تعجب كې واچوي، نو اى د خالص عقل خاوندانو! تاسو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

101اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (، نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (، نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى

102یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم د دغه خبرو پوښتنه كړې وه، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول

103الله نه ده مقرره كړې هېڅ بحیره او نه سايبه او نه وصیله او نه حام، او لېكن هغه كسان چې كافر شوي دي دوى په الله باندې دروغ تپي او د دوى اكثره نه پوهېږي

104او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه نه په هېڅ شي پوهېږي او نه هدایت موندونكي وي

105اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو د خپل ځان بچ كول لازم دي، تاسو ته هغه څوك ضرر نشي دررسولى چې ګمراه شوي دي، كله چې تاسو (پخپله) په نېغه لار یئ، خاص د الله په طرف ستاسو د ټولو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول

106اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانوګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي۔، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به په الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو

107نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور كسان به د دوى په ځاى ودرېږي هغه چې پر هغوى د حق دعویٰ وشوه چې (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو

108دا (خبره) ډېره نژدې ده دې ته چې دوى به ګواهي په صحیح طریقې سره وكړي، یا به دوى ووېرېږي چې (د دوى) قسمونه به د هغوى له قسمونو نه پس رد كړى شي۔ او تاسو له الله نه وېرېږئ او اَورئ، او الله فاسقو خلقو ته نېغه لار نه ښیي

109هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې

110كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یادكړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به د خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب، او حكمت او تورات او انجیل وښوده، او كله چې تا به زما په حكم سره له خټې نه د مرغۍ د شكل په شان (شكل) جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تابه زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو

111او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې په ما او زما په رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته په دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو

112كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ هغه (عیسٰی) وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

113هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو

114د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته په مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نخښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې

115الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه لره نازلوونكى یم، نو په تاسو كې چې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه هغه لره عذاب وركوونكى یم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته هم هغه (شان) عذاب نه وركوم

116او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ، وویل (عیسٰی) زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې په هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم په هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې

117ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم ترڅو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه په دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې

118كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې

119الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده

120خاص د الله لپاره ده بادشاهي د اسمانونو او د ځمكې او د هغه څه چې په دغو كې دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath