اسلام
شاته

55. ارحمان

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1ډېر زیات مهربان ذات

2(دا) قرآن ښودلى دى

3هغه انسان پیدا كړى دى

4ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي

5لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي

6او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي

7او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده

8(د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ

9او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ

10او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده

11په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي

12او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي

13نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)

14انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى

15او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى

16نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

17(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى

18نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

19هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي

20د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي

21نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

22له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي

23نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

24او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه

25نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

26هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي

27او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى

28نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ؟

29له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي۔، هر وخت هغه په یوكار كې دى

30نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

31ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو)

32نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

33اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ۔ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره

34نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

35په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى

36نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟

37بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې

38نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

39نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه

40نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

41مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي

42نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ

43دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه

44دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي

45نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟

46او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي

47نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

48(دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي

49نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ

50په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي

51نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ

52په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي

53نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

54په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي

55نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

56په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري

57نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

58ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي

59نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

60د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول

61نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

62او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي

63نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

64تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)

65نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

66په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي

67نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

68په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي

69نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

70په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي

71نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

72په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي

73نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

74چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري

75نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

76په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به ۔وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې

77نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

78ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath