اسلام
شاته

54. القمر

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله

2او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى

3او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى

4او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و

5(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي

6نو ته له دوى نه مخ وګرځوه۔ (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي

7په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي

8د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده

9له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل: (دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)

10نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله

11نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې

12او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې۔، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و

13او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه

14چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله۔ (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه

15او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

16نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟

17او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

18عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو

19بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې

20دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي

21نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟

22او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

23ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ

24پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو

25ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى

26ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى

27بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه

28او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي۔ هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي

29او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه)

30نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟

31بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول

32او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

33د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ

34بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ

35زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه۔، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي

36او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو۔، پس دوى (د هغه) په وېرولو كې شك وكړ

37او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ

38او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى

39نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ

40او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

41او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو

42(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره

43(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟

44یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو

45دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي

46بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى

47بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي

48په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ

49بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى

50او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول

51او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟

52او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى

53او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى

54بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي

55د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath