53. عن نجم
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي
2ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى
3او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي
4نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي
5ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى
6چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ
7او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و
8بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو
9نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې
10نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه
11د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل
12ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني
13او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى
14له سدرۃة المنتهٰى سره
15دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى
16كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله
17سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ
18یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې
19نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى
20او منات دریم، د بېخي وروستني
21ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ
22دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى
23دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى
24ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي
25نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي
26او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي
27بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي
28حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى
29نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي
30دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى
31او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده
32هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى
33ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)
34او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)
35ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي
36بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي
37او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده
38چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی
39او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى
40او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي
41بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله
42او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي
43او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي
44او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي
45او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي
46له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي
47او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول
48او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي
49او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى
50او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي
51او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل
52او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو
53او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول
54نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ
55نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې
56دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى
57قیامت ډېر نژدى راغى
58دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته
59ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ
60او خاندئ او نه ژاړئ
61او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)
62نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath