اسلام
شاته

52. ات-تور

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قسم دى په طور غر

2او په كتاب لیكل شوي

3په پرانستل شوې پاڼه كې

4او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور

5او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)

6او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر

7بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى

8هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته

9هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل

10او غرونه به روان شي، سخت روانېدل

11پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى

12هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي

13هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل

14دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

15ایا نو دا سحر (جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ

16ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول

17بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي

18چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي

19(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

20په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو

21او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي

22او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي

23دوى به په دغه (جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول

24او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي

25او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي

26دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو

27نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو

28بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

29نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى

30ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو

31ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم

32ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى

33ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي

34نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي

35ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

36ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي

37ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي

38ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي

39ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟

40ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي

41ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي

42ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي

43ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي

44او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده

45نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي

46هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی

47او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي

48نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې

49او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې) هم

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath