اسلام
شاته

51. عادات

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول

2بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)

3بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)

4بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو (قسم دى)

5چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده

6او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده

7قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى

8چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ

9ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى

10اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي

11هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي

12دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟

13په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي

14(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته

15بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي

16په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو

17دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل

18او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه

19او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و

20او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي

21او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ

22او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي

23نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ

24ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى

25كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: (مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي

26نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ

27نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ

28نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ

29نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: (زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)

30دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى

31ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟

32دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو

33د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو

34چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي

35نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو

36پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده

37او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي

38او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه

39نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل: (دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى

40نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و

41او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ

42ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه

43او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ

44نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل

45بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو

46او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و

47او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو

48او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو

49او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ

50نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

51او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

52همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى

53ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى

54نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې

55او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي

56او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي

57زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي

58بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى

59د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي

60پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath