50. قاف
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1قٓ، قسم دى په قرآن مجید باندې (چې ته یقینًا پېغمبر يې خو دوى ايمان نه راوړي)
2بلكې دوى له دې نه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى نه یو وېروونكى راغى، نو كافرانو وویل: دا خو یو عجیب شى دى
3ایا كله چې مونږ مړه شو او مونږ خاورې شو۔ (بیا به هم ژوندي كېږو؟) دغه بېرته راتلل (له عقل نه) ډېر لرې دي
4یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى
5بلكې دوى د حق تكذیب كړى دى كله چې دوى ته راغى، نو دوى په ګډو وډو خبرو (اضطراب اچوونكي كار) كې دي
6ایا نو دوى د خپل ځان له پاسه اسمان ته نه دي كتلي چې څنګه مونږ هغه جوړ كړى دى او (څنګه) مونږ هغه ښايسته كړى دى، او په ده كې هېڅ چاودونه نشته
7او ځمكې لره، مونږ هغه غوړولې ده او په دې كې مو پاخه غرونه غورځولي دي او مونږ په دې كې له هر قسمه ښكلې زرغونې نه زرغون كړي دي
8د هر رجوع كوونكي بنده د لارښوونې او نصیحت لپاره
9او مونږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره مونږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې
10او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال ګې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي
11د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي
12له دوى نه مخكې د نوح قوم او د كوهي والاو او ثمودیانو تكذیب كړى دى
13او عادیانو او فرعون او د لوط وروڼو
14او د ځنګله والاو او د تبع قوم۔ (د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو
15ایا نو مونږ په اول پیدا كولو باندې ستړي شوي یو، بلكې دوى له نوي پیدا كولو نه په شك كې دي
16او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو
17(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي
18(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى
19او د مرګ بې خودۍ (سختۍ) حق راوړ، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه
20او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي۔ دغه د وعید (وېرولو) ورځ ده
21او هر نفس به راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي
22یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى
23او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى
24(دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ
25چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى
26هغه چې له الله سره يې بل معبود مقرر كړى دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ
27د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و
28(الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و
29زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم
30(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟
31او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي
32دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره
33د هغه چا لپاره چې له رحمان نه په نالیدلو وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي
34(دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده
35د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته
36او له دوى نه مخكې مونږ څومره پېړۍ هلاكې كړې دي، چې هغوى له دوى نه په قوت (او نیوكه) كې ډېر سخت (او قوي) وو، نو هغوى په ښارونو كې وګرځېدل چې ایا د تېښتې (او پناه) ځاى شته؟
37بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا پند دى، هغه چا ته چې هغه لره زړه وي، یا (نصیحت ته) غوږ كېږدي، په داسې حال كې چې حاضر (او متوجه) وي
38او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې
39نو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې
40او د شپې په څه حصه كې، پس د هغه تسبیح وایه او (د لمانځه) له سجدو نه وروسته هم تسبیح وایه
41او ته په هغې ورځ غوږ كېږده چې اواز كوونكى به له نژدې ځاى نه اواز وكړي
42په هغې ورځ چې دوى به په حقه سره سخته چغه اوري، دغه د (له قبرونو نه د) راوتلو ورځ ده
43بېشكه هم دا مونږ ژوندي كول كوو او مړه كول كوو او خاص مونږ ته بېرته راګرځېدل دي
44په هغه ورځ چې له دوى څخه به ځمكه وچوي، په داسې حال كې چې دوى به تلوار كوونكي وي، دغه راژوندي كول مونږ ته ډېر اسان دي
45مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath