48. الفتح
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح
2د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي
3او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، زبردست مدد كول
4دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي۔ او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
5د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده
6او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
7او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
8بېشكه مونږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې
9د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ
10بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي۔، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى، نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې ماتوي او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي
11ژر ده چې تا ته په اَعرابو كې وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي: مونږ خپلو مالونو او خپلوكورنيو مشغول كړي وو، لهٰذا ته زمونږ لپاره بخښنه وغواړه۔، دوى په خپلو ژبو سره هغه خبرې وايي چې د دوى په زړونو كې هغه نشته، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو لپاره د الله (له عذاب) نه څوك د څه شي اختیار لرلى شي، كه هغه (الله) تاسو ته د ضرر رسولو اراده وكړي، یا تاسو ته د نفعې رسولو اراده وكړي، بلكې الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
12بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ
13او هر څوك چې په الله او د هغه په رسول ایمان رانه وړي، نو بېشكه مونږ د كافرانو لپاره لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
14او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
15ژر به وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي، كله چې تاسو غنیمتونو ته روان شئ، د دې لپاره چې هغه راونیسئ: تاسو مونږ پرېږدئ چې تاسو پسې روان شو، دوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو به زمونږ پسې له سره رانشئ، الله همداسې مخكې له دې نه فرمایلي دي: بیا به ژر چې دوى ووايي: بلكې تاسو زمونږ سره حسد كوئ۔ (داسې نه ده) بلكې دوى نه پوهېدل مګر ډېر لږ څه
16په اعرابو كې وروسته پاتې كړى شویو كسانو ته ووایه: ژر ده چې تاسو به له داسې قوم سره (د جنګ كولو) لپاره راوبللى شئ، چې د ډېر سخت جنګ والا دي، تاسو به له هغوى سره جنګ كوئ، یا به هغوى مسلمانېږي، نو كه تاسو اطاعت وكړئ، الله به تاسو ته ډېر ښه اجر دركړي او كه تاسو وګرځېدئ، لكه چې له دې نه مخكې ګرځېدلي وئ۔ (نو) هغه به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي
17نه په ړانده باندې څه ګناه شته او نه په ګوډ باندې څه ګناه شته او نه په بېمار باندې څه ګناه شته۔ او څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي (نو) هغه (الله) به دغه (كس) داسې جنتونو ته داخل كړې چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او څوك چې (د الله له احكامو نه) مخ واړوي (، نو) هغه (الله) به ده ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي
18یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ
19او ډېر غنیمتونه چې دوى به هغه راحاصل كړي۔ او الله له همېشه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
20الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي
21او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
22او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار
23الله هغه طریقه جاري كړې ده چې له دې نه مخكې تېره شوې ده او ته به د الله طریقې لره له سره څه تبدیلې ونه مومې
24او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
25دوى هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، او تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي يئ او قربانۍ (د هدي څاروي هم)، په دې حال كې چې له دې نه بندې كړى شوي دي چې خپل د حلالې ځاى ته ورسېږي۔ او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و
26كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت، نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او په دوى پورې يې د تقوىٰ خبره لازمه (ټینګه) كړه او دوى د دغې ډېر حقدار او د دغې اهل وو۔ او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى
27یقینًا یقینًا الله خپل رسول ته خوب په حقه سره رښتیا كړ، چې تاسو به، كه الله وغواړي، مسجد حرام ته په امن او ارام سره ننوځئ، چې خپل سرونه به خروونكي یئ او كموونكي به یئ، په داسې حال كې چې تاسو به نه وېرېږئ، پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم نه دي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ
28دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه
29محمد د الله رسول دى۔ او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي۔، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي۔، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي۔ د سجدو له اثر نه۔، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى۔، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath