45. الجوثة
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1حا، ميم
2د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
3بېشكه په اسمانونو او ځمكه كې د مومنانو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
4او ستاسو په پیدا كولو كې او په هغه څه كې چې ده هر قسمه خوځنده خواره كړي دي۔؛ د هغه قوم لپاره نښې دي چې یقین كوي
5او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي
6دغه د الله دلیلونه دي چې مونږ يې په حقه سره په تا لولو، نو دوى به د الله او د هغه له ایتونو نه وروسته په كومې خبرې ایمان راوړي؟
7د هر سخت دروغ تړونكي، سخت مجرم لپاره هلاكت دى
8د الله ایتونه اوري چې په ده لوستل كېږي، بیا ښه كلكېږي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا (ایتونه) نه دي اورېدلي۔، نو ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
9او كله چې دى زمونږ له ایتونو نه څه معلوم كړي، نو هغه مسخره ونيسي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
10د دوى مخې ته جهنم دى او د دوى كړي عملونه به د دوى هېڅ په كار رانشي او نه هغه چې دوى له الله نه غیر كارسازان نیولي وو۔ او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
11دا (قرآن) هدایت دى۔ او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي۔؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده
12الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
13او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي۔، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي
14(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري۔، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي
15هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ
16او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و
17او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
18بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي
19بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى
20دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي
21ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
22او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي
23ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي۔، ایا نو تاسو پند نه اخلئ
24او دوى وايي: دغه (ژوندون) نشته مګر زمونږ دنيايي ژوند چې مړه كېږو او ژوندي كېږو او مونږ نه هلاكوي مګر زمانه۔ او دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته، دوى يواځې ګمانونه چلوي
25او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي، (نو) د دوى دلیل نه وي مګر دا چې وايي: تاسو زمونږ (مړه) پلرونه راولئ كه تاسو رښتيني يئ
26ته دوى ته ووایه: الله تاسو ژوندي كوي، بیا هغه تاسو مړه كوي بیا هغه تاسو د قیامت ورځې ته راجمع كوي چې په هغې كې هېڅ شك نشته او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
27او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او په هغه ورځ كې چې قیامت به قايم شي، په دغه ورځ كې به باطل پرستان تاوانیان شي
28او ته به هر امت په ځنګنونو پروت وینې۔، هر امت به خپل كتاب (اعمالنامې) ته راوبللى شي۔، نن ورځ به تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول
29دا زمونږ كتاب دى چې پر تاسو باندې په حقه سره ګواهي كوي۔، بېشكه مونږ هغه عملونه لیكل چې تاسو به (په دنیا كې) كول
30نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو خپل رب به دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، هم دغه ښكاره كامیابي ده
31او پاتې شو هغه كسان چې كافران شوي دي (نو دوى ته به وویل شي:) ایا نو تاسو ته زما ایتونه نه لوستل كېدل، بیا تاسو تكبر وكړ او تاسو مجرمان خلق وئ
32او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته۔، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو
33او دوى ته به د خپلو عملونو بدۍ ښكاره شي او دوى به ګېر كړي هغه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
34او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
35دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ۔، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي
36نو ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې د اسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى، د عالمونو رب دى
37او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath