43. از-زخرف
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1حا، ميم
2قسم دى، په دغه روښانه كتاب
3بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
4او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى
5ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ
6او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي
7او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې
8نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى
9او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي
10هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ
11او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ
12او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ
13د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى۔ او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو
14او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو
15او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى
16ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ
17حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي
18او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي
19او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي
20او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى۔، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي
21ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي
22بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو
23او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو
24(دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا اګر كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ
25نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و
26او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ
27غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي
28او هغه (ابراهیم) دغه (د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي
29بلكې ما دوى او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر هغه پورې چې دوى ته حق (قرآن) او ښكاره بیانوونكى رسول راغى
30او كله چې دوى ته حق راغى دوى وویل: دا جادو دى، او بېشكه مونږ له ده نه انكار كوونكي یو
31او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې نه نازلاوه شي؟
32ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي
33او كه دا (خطره) نه وى چې خلق به ټول یوه ډله (كافران شي) نو مونږ به خامخا د هغه چا لپاره چې په رحمٰن كافران كېږي، د دوى كورونو ته به مو د سپینو زرو چتونه او داسې پوړۍ ګرځولې وى چې دوى به په هغو پاس ختلى
34او د دوى د كوټو لپاره به مو (د سپینو زرو) دروازې او تختونه جوړ كړي وى چې دوى به په هغو تكیه وهلې
35او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى۔ او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى
36او هر هغه څوك چې د رحمٰن له ذكر نه ځان ړوند كړي (، نو) مونږ به په ده باندې یو شیطان مسلط كړو، نو هغه به له ده سره تل ملګرى وي
37او بېشكه دغه (شیطانان) یقینًا دوى (خپل ملګري) له حقې لارې نه منع كوي او دوى ګمان كوي چې بېشكه دوى هدایت موندونكي دي
38تر هغه پورې چې كله دا مونږ ته راشي (نو) وايي به: اى كاشكې! زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې د مشرق او مغرب هومره لرې والى وى، پس (دا) بد ملګرى دى
39او كله چې تاسو ظلم كړى دى (نو) تاسو ته به نن ورځ دا خبره له سره نفع درنـكړي چې بېشكه تاسو (او شیطانان ټول) په عذاب كې سره شریك یئ
40ایا نو ته به كڼو ته اورول وكړې، یا به ړندو ته لار ښوونه وكړې او هغه چا ته چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى؟
41نو كه تا مونږ لازمًا بوځو، نو بېشكه مونږ له دوى نه انتقام اخيستونكي یو
42ایا مونږ تا ته خامخا هغه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كړې ده، نو بېشكه مونږ په دوى پوره قدرت لرونكي یو
43نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې
44او بېشكه دا (قرآن) تا لپاره او ستا د قوم لپاره ذكر (او نصیحت) دى۔ او ژر ده چې له تاسو نه به پوښتنه وكړى شي
45او ته زمونږ له هغو رسولانو نه تپوس وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي۔، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې د دوى عبادت كولى شي
46او یقینًا یقینًا مونږ موسی زمونږ له نښو سره فرعون او د هغه سردارانو ته لېږلى و، پس ده وویل: بېشكه زه د رب العلمین رسول یم
47نو كله چې هغه دوى ته زمونږ په واضحو نښو سره راغى، ناڅاپه دوى په هغو (نښو) پورې خندل
48او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي
49او دوى (فرعونیانو) وویل: اى جادوګره! (عالمه!) ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه، د هغې وعدې په سبب چې تا سره يې كړې ده۔، بېشكه مونږ خامخا هدایت موندونكي یو
50نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ، په هماغه وخت كې به دوى (وعده) ماتوله
51او فرعون په خپل قوم كې اواز وكړ، ويې ويل: اى زما قومه! ايا د مصر باچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟ ایا نو تاسو نه وینئ
52بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي
53پس په ده باندې د سرو زرو بنګړي (وښي) ولې نه غورځول كېږي، یا له ده سره ملايك صف تړلي (پیوسته) ولې) نه راځي
54نو خپل قوم يې بې وقوفه وګرځاوه، نو دوى د ده خبره ومنله، بېشكه دوى فاسقان خلق وو
55نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (، نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل
56نومونږ دوى پیشوایان او مثال وګرځول د وروستنیو خلقو لپاره
57او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې
58او ويې ويل: ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره۔ بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى
59دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ په ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و
60او كه مونږ غوښتلي وى (نو) مونږ به ستاسو په ځاى په ځمكه كې ملايك پیدا كړي وى، چې خلیفګان شوي به وى
61او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ۔، دا نېغه لار ده
62او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى
63او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل: (اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
64بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ۔، دغه نېغه لاره ده
65نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى
66دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي
67په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي۔، غیر له متقیانو نه
68اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ
69هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو
70(دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ
71په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي۔ او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ
72او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول
73تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ
74بېشكه مجرمان به د جهنم په عذاب كې تل پاتې كېدونكي وي
75چې دغه (عذاب) به له دوى څخه نه كمولى شي او دوى به په دغه (عذاب) كې نا امېده اوسي
76او مونږ په دوى ظلم نه دى كړى او لېكن هم دوى پخپله ظالمان وو
77او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ
78یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته حق راوړى و او لېكن ستاسو زیاتره حق لره بدګڼونكي دي
79ایا بلكې دوى د یو كار پخه اراده كړې ده۔، نو بېشكه مونږ (هم) خپل (تدبیر) محكم كوونكي یو
80ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه
81ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې د رحمٰن لپاره اولاد وى، نو زه به (د هغه) ترټولو اول عبادت كوونكى وم
82پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي
83نو ته دوى پرېږده چې (په باطلو خبرو كې) غوټې وهي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى د خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته به يې وعده وركولى شوه
84او هم دى هغه دى ذات چې په اسمان كې معبود دى او په ځمكه كې (هم) معبود دى، او هم دى ډېر حكمت والا، ښه پوه دى
85او ډېر بركت ناك دى هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او د هغه څه چې د دغو دواړو په مينځ كې دي او خاص له هغه سره د قیامت د علم دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى شئ
86او هغه معبودان چې دوى يې له دغه (الله) نه غیر بلي؛ د شفاعت هېڅ اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د حق ګواهي يې وركړې وي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي
87او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي) نو كوم طرف ته دوى ګرځول كېږي؟
88او قسم دى د دغه (رسول) په دې وینا چې اى زما ربه! بېشكه زما دا قوم ایمان نه راوړي
89نو ته له دوى نه مخ وګرځوه او ووایه: سلام۔، پس ژر به دوى پوه شي
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath