39. Az-Zumar
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
2بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې
3خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي
4كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى
5هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى
6هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ
7كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
8او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې
9ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي
10ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي
11ته (دوى ته) ووایه: بېشكه ما ته حكم راكړ شوى دى چې زه د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه (الله) لره دین خالص كوونكى يم
12او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه تر ټولو اول مسلمان یم
13ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم. د ډېرې لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم
14ته (دوى ته) ووایه: زه خاص د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه لره خپل دین خالص كوونكى یم
15نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى
16د دوى لپاره به د دوى له پاسه د اور چوپالونه وي او د دوى له لاندې نه به هم چوپالونه وي. دغه (عذاب) دى چې الله په ده سره خپل بنده ګان وېروي، اى زما بنده ګانو! نو تاسو زما نه وویرېږئ
17او هغه كسان چې له طاغوت نه يې ځان وساته، یعنې د هغو له عبادت كولو نه او الله ته يې رجوع وكړه، خاص د دوى لپاره زېرى دى، نو ته زما په بنده ګانو زېرى وكړه
18هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي
19ایا نو هغه څوك چې په هغه باندې د عذاب خبره ثابته شوې ده، ایا نوته هغه څوك خلاصولى شي چې په اور كې وي
20لېكن هغه كسان چې له خپل رب نه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي
21ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى
22ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه، پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي
23الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته
24ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول
25هغو كسانو تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، نو په دوى عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل
26نو الله په دوى په دنيايي ژوند كې رسوايي وڅكوله او خامخا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
27او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
28په داسې حال كې چې دغه عربي (واضح) قرآن دى، د كوږوالي والا نه دى، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي
29الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بدخویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
30بېشكه ته هم مړ كېدونكى يې او بېشكه دوى (هم) مړ كېدونكي دي
31بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ
32نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟
33او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي
34د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده
35د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او دوى ته د دوى اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول
36ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته
37او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى؟
38او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي
39ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ
40هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي
41بېشكه مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى د خلقو لپاره په حقه سره، نوهغه څوك چې په سمه لار روان شي، نو د خپل ځان لپاره يې نفع ده او هغه څوك چې ګمراه شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې دى د همدغه (ځان) په ضرر ګمراه كېږي او ته په دوى باندې له سره نګران نه يې
42الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
43بلكې ایا دوى له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوى ته) ووایه: ایا (دوى به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري
44ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ
45او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه (الله) نه غیر دي (، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي
46ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
47او كه په رښتیا سره د ظلم (شرك) كوونكو كسانو لپاره هغه څه چې په ځمكه كې دي، ټول مملوك شي او د دغه په مثل نور ورسره شي، نو دوى به خامخا د قیامت په ورځ كې له بدتر عذاب نه د خلاصي لپاره دغه فدیه وركړي. او دوى ته به د الله له جانبه هغه څه ښكاره شي چې دوى به يې ګمان هم نه كاوه
48او دوى ته به د خپلو كړو عملونو بدۍ ښكاره شي او له دوى نه به هغه (عذاب) چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
49نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
50یقینًا دغه خبره هغو كسانو (هم) كړې وه چې له دوى نه مخكې وو، نو د دغو كسانو هېڅ په كار رانغلل هغه (مالونه) چې دوى به ګټل
51نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي
52او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
53ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
54او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي
55او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ
56(تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر (او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم
57یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى (، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى
58یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم
59ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته وې له كافرانو نه
60او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته
61او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي
62الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى
63خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي
64ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو
65او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې
66بلكې ته خاص د الله عبادت كوه او اوسه له شكر كوونكو ځنې
67او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي
68او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)
69او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي
70او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي
71او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) نګرانان ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه
72وبه ویل شي (دوى ته): تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه بده ده
73او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د ده دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) نګرانان ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ
74او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى
75او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath