اسلام
شاته

37. الصافات

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول

2بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل

3بیا د ذكر په لوستونكو باندې

4چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى

5چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى

6بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي

7او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى

8دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي

9د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى

10غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې

11نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي

12بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي

13او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي

14او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي

15او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو

16ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟

17او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟

18ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ

19پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري

20او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده

21دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه

22(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه

23له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ

24او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي

25په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟

26بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي

27او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي

28وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ

29وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ

30او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ

31نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو

32نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو

33پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي

34بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو

35بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه

36او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو

37(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى

38بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ

39او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول

40لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان

41دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده

42چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي

43د نعمتونو په باغونو كې

44(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ

45په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي

46چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي

47نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي

48او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي

49ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي

50نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي

51په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و

52ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟

53ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي

54وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟

55نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني

56وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې

57او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم

58ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو

59زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو

60بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى

61د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي

62ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه

63بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده

64بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي

65د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي

66پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي

67بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي

68بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي

69بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي

70نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي

71او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي

72او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو

73نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟

74لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)

75او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو

76او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

77او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله

78او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله

79په عالمونو كې دې په نوح سلام وي

80بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو

81بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و

82بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل

83او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى

84(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى

85كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟

86ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟

87نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى

88نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر

89نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم

90نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو

91نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟

92په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟

93نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و

94نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې

95ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ

96‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي

97دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ

98نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل

99او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي

100اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي

101نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ

102نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې

103نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه

104او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه

105یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

106بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و

107او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو

108او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې

109دا چې سلام دې وي په ابراهیم

110نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو

111بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

112او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه

113او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى

114او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ

115او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

116او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول

117او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و

118او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه

119او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده

120دا چې سلام دي وي په موسي او هارون

121بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

122بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي

123او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى

124(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ

125ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ

126چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى

127نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي

128د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)

129او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې

130چې په الیاسین دې سلام وي

131بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو

132بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

133او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى

134(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ

135غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه

136بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل

137او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ

138او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ

139او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى

140(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده

141نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې

142نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و

143نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و

144(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي

145نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و

146او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه

147او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو

148نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه

149نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟

150یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو

151خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي

152الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

153ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې

154په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟

155ایا تاسو نصیحت نه اخلئ

156ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟

157نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

158او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي

159الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي

160لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)

161پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ

162نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)

163غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى

164او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى

165او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو

166او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو

167او بېشكه چې خامخا دوى به ویل

168كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى

169(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو

170نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي

171او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده

172چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي

173او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي

174نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې

175او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني

176ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي

177نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي

178او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې

179او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني

180ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي

181او سلام دې وي په رسولانو باندې

182او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath