35. فاتر
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په تخلیق كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
2هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته۔ او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد۔، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
3اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي۔، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ
4او كه چېري دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له تا نه د مخكینو رسولانو هم تكذیب شوى دى، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځولى شي
5اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي
6بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي
7هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
8ایا نو هغه كس چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شي، پس هغه، دغه (بد عمل) ښه ویني۔، (ګڼي) نو بېشكه الله ګمراه كوي چا له چې وغواړي او هدایت وركوي چا له چې وغواړي، نو ستا نفس دې په (ګمراهۍ د) دوى د افسوس له وجې نه نه هلاكېږي۔، بېشكه چې الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
9او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي، پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، ۔ همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول
10هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي او هغه كسان چې ناكاره (بد) مكرونه جوړوي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او د دغو كسانو مكر، هم هغه باطل (او هلاك) دى
11او الله تاسو له خاورې نه پیدا كړي يئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې تاسو جوړې جوړې (ښځه او خاوند) وګرځولئ۔ او نه حامله كېږي هېڅ یوه ښځه او نه زېږوي (بچي لره) مګر د هغه (الله) په علم سره او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر (دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي، بېشكه دغه (د عمر لنډول او اوږدول) الله ته ډېر اسان دي
12او هغه دواړه بحرونه (سیندونه) سره نه برابرېږي۔ دا یو خوږ دى، ډېر خوږ، (تنده ماتوونكى) دى، د ده اوبه په اسانۍ سره تېرېدونكې دي او دا (بل) تریو (او) سخت تریخ دى، او تاسو له هر یو ځنې تازه غوښې خورئ اوتاسو هغه زیوارت راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دغه (سمندر) كې كشتۍ وینې، په داسې حال كې چې (اوبو لره) څیرونكې روانې وي، د دې لپاره چې تاسو د هغه (الله) له فضله ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
13دغه (الله) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه په كار اچولي دي لمر اوسپوږمۍ، هر یو تر مقررې نېټې پورې روان دى، دغه الله ستاسو رب دى، خاص د ده لپاره بادشاهي ده۔ او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي
14كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان
15اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ۔، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى
16كه هغه اراده وكړي (نو) تاسو به ختم كړي او نور نوى مخلوق به راولي
17او دغه الله ته هېڅ ګران (او مشكل نه دي)
18او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي او كه دروند بارى خپل بار ته (بل څوك) راوبولي (، نو) له هغه نه به هېڅ شى وانه خستى شي اګر كه د خپلوۍ والا هم وي۔، بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه كسان وېروې چې له خپل رب نه په غیبو سره خشیت (او وېره) كوي او لمونځ قايموي۔ او هغه څوك چې پاكي حاصلوي، نو همدا خبره ده چې هغه د ځان (د فايدې) لپاره پاكي حاصلوي اوخاص الله ته بېرته ورتله دي
19او ړوند اولیدونكى (بينا) سره برابرېدى نشي
20او نه هم تیارې او رڼا
21او نه هم سېورى او ګرم باد (یا تېز لمر)
22او نه هم ژوندي او مړي۔، بېشكه الله اوروي هغه چا ته چې يې وغواړي او ته نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي
23نه يې ته مګر وېروونكى
24بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى
25او كه چېرې دوى تا دروغجن وبولي، نو یقینًا (خپل انبیاء) دروغجن بللي وو هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، دوى ته د دوى رسولان په ښكاره دلیلونو سره، او په صحیفو سره او په روښانه رڼا كوونكي كتاب سره راغلي وو
26بیا ما هغه كسان ونیول چې كافران شول، نو زما انكار څرنګه و؟
27ایا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي۔ او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي
28او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي۔، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى
29بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره۔، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي
30د دې لپاره چې (الله) دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او دوى ته له خپله فضله زیات وركړي، بېشكه چې دغه (الله) ډېر بخښونكى، ښه قدردان دى
31او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
32بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى
33د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي
34او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى
35هغه (الله) چې مونږ ته يې له خپله فضله د اوسېدنې كور ته راوستو، چې مونږ ته په دغو كې نه څه تكلیف رارسېږي او نه مونږ ته په دغو كې ستوماني رارسېږي
36او هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره د جهنّم اور دى، په دوى به نه (د بل مرګ) فیصله كېږي، پس چې دوى مړه شي او نه به له دوى نه د دغه (جهنّم) له عذاب نه كمى كولى شي، همداسې مونږ هر ډېر ناشكره (بې ایمانه) ته بدله وركوو
37او دوى به په دغه (دوزخ) كې چغې سورې وهي، (وايي به:) اى زمونږه ربه! ته مونږ راوباسه، مونږ به نېك عمل وكړو غیر له هغه عمل نه چې مونږ به كاوه۔، او ایا مونږ تاسو ته دومره عمر نه و دركړى چې په هغه كې پند اخلي هر هغه څوك چې پند اخيستل غواړي، او تاسو ته وېروونكى هم راغلى و۔، نو تاسو (اوس عذاب) وڅكئ، پس د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته
38بېشكه چې الله د اسمانونو او ځمكې د غیبو عالم دى۔، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه پوهېدونكى دى
39دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې (د تېرو خلقو) خلیفګان جوړ كړئ، نو هغه څوك چې كافر شو، نو خاص په همده باندې د ده (د) كفر (ضرر) دى۔ او كافرانو ته د دوى كفر د خپل رب په نیز نه ورزیاتوي مګر غضب، او كافرانو ته د دوى كفر نه وزریاتوي مګر تاوان
40(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي۔، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ ۔ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې
41بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي۔، بېشكه هغه (الله) دى، ښه تحمل والا، ډېر بخښونكى
42او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى په خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته
43په ځمكه كې د لويي كولو لپاره او د ډېر بد مكر كولو لپاره، او ډېر بد مكر يواځې په خپل اهل (مكر كوونكي) چاپېره كېږي۔، نو دوى انتظار نه كوي مګر د ړومبنو خلقو د طریقې، نو ته به د الله طریقې لره له سره هېڅ تبدیلي ونه مومې او ته به د الله طریقې لره له سره څه ګرځول ونه مومې
44ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وویني چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت و۔ او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى
45او كه چېرې الله خلق نیولي وى په سبب د هغو (بدو عملونو) چې دوى كړي دي، نو د دې (ځمكې) په شا به يې هېڅ زنده سر (خوځنده) نه و پرېښى او لېكن دوى تر ټاكل شوې نېټې پورې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي، نو بېشكه الله خپلو بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath