اسلام
شاته

32. سجده

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1الف، لام، ميم

2د دغه كتاب نازلول، چې په ده كې هېڅ شك نشته، د رب العالمین له جانبه دي

3(بلكې) ایا دوى وايي چې ده (محمدﷺ) دا له خپله ځانه جوړ كړى دى، بلكې همدغه ستا د رب له جانبه حق دى، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې دوى ته له تا نه مخكې هېڅ وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى سمه لاره ومومي

4الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه۔، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز شته او نه شفاعت كوونكى، ایا نو تاسو پند نه اخلئ

5هغه د كار تدبیر كوي له اسمان نه ځمكې ته (د قیامت د ورځې پورې)، بیا به ده ته دغه (كار) په هغې ورځ كې خېژي چې د هغې مقدار زر كاله دى، له هغو (كلونو) نه چې تاسو يې شمېرئ

6دغه (الله) د پټو او ښكاره و عالم دى، چې ښه غالب، بې حده مهربان دى

7هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده هغه پیدا كړى دى، او د انسان تخلیق يې له خټې نه شروع كړى دى

8بیا يې د هغه نسل د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه پیدا كړ

9بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ

10او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو۔! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي

11ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ

12او كه ته ووینې كله چې مجرمان د خپل رب په وړاندې سركوزي وي (د خپلو سرونو ټیټوونكي وي او وايي به) اى زمونږه ربه! مونږ ولیده او مونږ واورېده، نو ته مونږ بېرته بوځه، چې مونږ نېك عمل وكړو، بېشكه مونږ (اوس) یقین كوونكي یو

13او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم

14نو تاسو (دا عذاب) وڅكئ په سبب د دې چې تاسو د خپلې دغې ورځې ملاقات هېر كړى و، بېشكه مونږ (هم) تاسو هېر كړئ، نو تاسو (اوس) دغه دايمي عذاب وڅكئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول

15بېشكه زمونږ په ایتونو خو يواځې هغه كسان ایمان راوړي چې كله دوى ته په دغو (ایتونو) سره پند وركړى شي، نو پرېوځي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي وي او د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او دوى تكبر نه كوي

16د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي

17نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول

18ایا هغه څوك چې مومن وي، د هغه چا په شان دى چې فاسق وي؟ دوى سره نه برابرېږي

19هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو د دوى لپاره د استوګنې باغونه دي، د مېلمستیا په طریقه، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

20او پاتې شو هغه كسان چې فاسقان شوي دي، نو د دوى استوګنه اور دى، هر كله چې دوى اراده وكړي چې له دغه (اور) نه ووځي (نو) بېرته به په هغه كې واپس كړى شي او دوى ته به وویل شي چې تاسو د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه

21او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي

22او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو

23او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و

24او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه

25بېشكه همدغه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې فیصله كوي، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه

26ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري

27او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني

28او دوى وايي: دغه فیصله به كله وي، كه تاسو رښتیني يئ؟

29ته (دوى ته) ووایه: د فیصلې په ورځ به كافران شویو كسانو ته د هغوى ایمان راوړل فايده ورنكړي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي

30نو ته له دوى نه مخ واړوه او انتظار كوه، بېشكه دوى (هم) انتظار كوونكي دي

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath