30. ار- کوټه
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1الف، لام، ميم
2رومیان مغلوب كړى شول
3په ډېرې نزدې ځمكه كې، او دوى به د خپل مغلوب كېدو نه وروسته ژر غالب شي
4په څو كلونو كې۔ خاص الله ته حكم دى له دې نه مخكې او له دې نه وروسته او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي
5د الله په مدد، هغه مدد كوي چا ته چې وغواړي او همغه ښه غالب، ښه مهربان دى
6وعده كول د الله، ۔الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي او لېكن د خلقو زیاتره نه پوهېږي
7دوى د دنيايي ژوند په ظاهري (او سرسري شیانو) پوهېږي، په داسې حال كې چې دوى له اخرته هم دوى غافلان دي
8ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي
9ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو۔ هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه
10بیا د هغو كسانو انجام، چې بد يې كړي وو، ډېر بد و، په دې سبب چې دوى د الله د ایتونو تكذیب كړى و او په دغو (ایتونو) پورې به يې استهزا كولې
11الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي
12او په هغې ورځ چې قیامت قايم شي، مجرمان به ناامېده شي
13او د دوى لپاره به د دوى په شریكانو كې هېڅ شفاعت كوونكي نه وي او دوى به له خپلو شریكانو نه منكران (كافران) شي
14او په كومه ورځ چې قیامت قايم شي، په دغې ورځ به دوى بېل بېل شي
15نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو دوى به په باغ (جنت) كې خوشالولى شي
16او پاتې شو هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان به په عذاب كې حاضر كړى شوي وي
17نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ
18او خاص هغه لره ستاينئ دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ
19هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ
20او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ
21او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
22او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره
23او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
24او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته۔، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي
25او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ
26او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي
27او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي۔ او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
28هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) ایا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه۔، همداسې مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلئ
29بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته
30نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، ۔ (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
31په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي يئ او له هغه نه ووېرېږئ او لمونځ قايم كړئ او له مشركانو څخه مه كېږئ
32له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده
33او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي
34د دې لپاره چې دوى د هغه څه ناشكري وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي، نوتاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ
35ایا مونږ په دوى باندې كوم د لیل نازل كړى دى، نو دغه (دليل دوى ته) د هغه شي خبرې كوي چې دوى به د دغه (الله) سره شريكاوه
36او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي
37ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه الله رزق فراخوي، چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغه كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان راوړي
38نو ته رشته دار ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته، دغه د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دي چې د الله مخ غواړي، اوهمدغه خلق پوره كامیاب دي
39او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ، نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي
40الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي
41په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي
42ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، نو وګورئ چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، د هغوى اكثره مشركان وو
43نو ته خپل مخ ډېر نېغ (سم) دین ته برابر او قايم وساته له دې نه مخكې چې هغه ورځ راشي چې د الله له جانبه هغې ته بېرته ګرځېدل (ګرځول) نشته، په دغې ورځ كې به خلق تار په تار (بېل بېل) شي
44هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى۔ او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي)
45د دې لپاره چې هغه (الله) هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ له خپله فضله بدله وركړي، بېشكه هغه (الله) له كافرانو سره مینه نه كوي
46او د هغه (الله) له نښو ځنې دا دي چې هغه هواګانې رالېږي، چې زېرى وركوونكي دي، او د دې لپاره چې په تاسو له خپل رحمته ځینې (مزې)! وڅكوي او د دې لپاره چې كشتۍ د هغه په حكم سره روانې شي، او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله ولټوئ، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
47اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي
48الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي
49او یقینًا دوى مخكې له دې چې په دوى دغه (باران) نازل كړى شي، له دې نه مخكې خامخا نا امېده وو
50نو ته د الله د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي، بېشكه دغه (الله) خامخا مړو لره ژوندي كوونكى دى او هغه په هر شي باندې قادر دى
51او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني، (نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي
52نو بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او نه ته كڼو ته بلنه اورولى شې، كله چې هغوى مخ واړوي، په داسې حال كې چې شا كوونكي وي
53او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي، نو دوى مسلمانان دي
54الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى
55او په هغې ورځ كې چې قیامت به قايم شي، مجرمان (كافران) به (په دې) قسم خوري چې دوى (په دنیا كې) له یو ساعت نه غیر نه دي پاتې شوي، همدارنګې به دوى ګرځولى شول
56او هغه كسان به چې هغوى ته علم او ایمان وركړى شوى و، ووايي: یقینًا یقینًا تاسو د الله په كتاب كې د بعث (بیا راژوندي كولو) د ورځې پورې پاتې شوي یئ، نو دا د بعث، ورځ ده، او لېكن تاسو وئ چې نه پوهېدئ
57نو په دغې ورځ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، د هغوى عذر فايده نه رسوي او نه به له دوى نه د معذرت كولو (او توبه اېستلو) غوښتنه كېږي
58او یقینًا یقینًا مونږه خلقو ته په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، او قسم دى كه ته دوى ته كومه نښه (معجزه) راوړې (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي؛ خامخا ضرور وايي: تاسو نه يئ مګر باطل (او ناحق) ویونكي
59همداسې الله د هغو كسانو په زړونو مهر لګوي چې نه پوهېږي
60نو (اى نبي) ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده او تا دې له سره سپك نه كړي هغه كسان چې (په اخرت) یقین نه لري
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath