اسلام
شاته

29. العنکبوت

ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل

1الف، لام، ميم

2ایا خلقو دا ګمان كړى دى چې دوى به په خپلې دې وینا پرېښودل شي چې: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى به نه ازمایل كېږي

3او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي

4بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي

5هر څوك چې د الله د ملاقات امېد لري، نو بېشكه د الله (د ملاقات) نېټه خامخا راتلونكې ده او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

6او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي۔، بېشكه الله خامخا غني (ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه

7او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول؛ بدله وركړو

8اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، او كه دوى دواړه په تا ډېر كوښښ وكړي، د دې لپاره چې ته زما سره هغه شى شریك كړې چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، خاص ما ته ستاسو بېرته راتلل دي، نو زه به تاسو په هغو عملونو خبر كړم چې تاسو به كول

9او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ دوى په (ډله د) صالحانو كې داخل كړو

10او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى

11او خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (څرګندوي) چې ایمان يې راوړى دى او خامخا ضرور به منافقین معلوموي

12او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي

13او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول

14او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو

15نو مونږ هغه ته او د كشتۍ والاو ته نجات وركړ او مونږ د عالمونو لپاره دغه (كشتۍ، یا قصه) لویه نښه وګرځوله

16او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ

17یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ

18او (اى كافرانو!) كه تاسو تكذیب كوئ، نو یقینًا له تاسو نه مخكې امتونو هم تكذیب كړى دى، او د رسول په غاړه يواځې ښكاره پېغام رسونه ده

19ایا دوى نه ویني چې الله څنګه اول كرت مخلوق پیدا كوي، بیا د هغو اعاده كوي، بېشكه دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

20ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى

21هغه عذاب وركوي هغه چا ته چې وغواړي او رحم كوي په هغه چا چې وغواړي او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى كېږئ

22او (اى خلقو!) نه یئ تاسو عاجزه كوونكي (د الله) په ځمكه او نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ دوست شته او نه مددګار

23او هغه كسان چې د الله په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر شوي دي، دغه كسان زما له رحمت نه نا امېده شوي دي او دغه كسان دي چې د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

24نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی

25او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي

26نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

27او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى

28او (یاده كړه قصه د) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: بېشكه تاسو یقینًا غټه بدكاري كوئ، چې په عالمونو كې هیڅوك دې ته له تاسو نه ړومبى شوي نه دي

29ایا خامخا تاسو یقینًا له سړیو سره بدكاري كوئ او لارې شكوئ او تاسو په خپل مجلس كې ناكاره كارونه كوئ، نو د ده د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګردا چې دوى وویل: ته په مونږه د الله عذاب راوله كه ته له رښتینو څخه يې

30ده وویل: اى زما ربه! د فسادي قوم په مقابله كې ته زما مدد وكړه

31او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي

32ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو۔ د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده

33او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده

34بېشكه مونږ د دې كلي په اوسېدونكو باندې له اسمانه عذاب نازلوونكي یو، په سبب د هغې نافرمانۍ (او بدكارۍ) چې دوى به كوله

35او یقینًا یقینًا مونږ له دغه كلي نه یوه ډېره څرګنده نښه پرېښوده، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي

36او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ

37نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته

38او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو

39او (مونږ هلاك كړ) قارون او فرعون او هامان او یقینًا یقینًا دوى ته موسٰى ښكاره معجزې راوړې وي، نو دوى په ځمكه كې لويي وكړه او دوى (زمونږ نه) ړومبى كېدونكی نه وو

40نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه

41د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى۔ كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه)

42بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

43او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق

44الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده

45ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه۔، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي۔ او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

46او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې۔ او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او (په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو

47او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران

48او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه

49بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان

50او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم

51ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

52ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي

53او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري

54او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى

55په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه

56اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ

57هر نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ

58او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى

59هغه كسان چې صبر يې كړى دى او دوى خاص په خپل رب باندې توكل كوي

60او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

61او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟

62الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق فراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دى

63او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري

64او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

65نو كله چې دوى په كشتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي

66د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر (ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي

67ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟

68او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ۔ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟

69او هغه كسان چې په (دین ز) مونږ كې كوشش كوي (، نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى

سرچینه: Abdulwali Khan

WEBREATH · 11:11

«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7

Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.

WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath