28. القصص
ستاسو په ژبه کې تر اوسه هیڅ ژباړه نشته — انګلیسي ښودل
1طا، سين، ميم
2دا د څرګند كتاب ایتونه دي
3مونږ تا ته لولو د موسٰى او فرعون له خبرونو ځنې په حقه سره د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
4بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و
5او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو
6او چې مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو او چې فرعون او هامان او د دواړو لښكرو ته له دغو (بني اسرائیلو) نه هغه شى وښیو چې دوى به ترې وېرېدل
7او مونږ د موسٰى مور ته وحي وكړه چې ته ده ته تى وركوه، نو كله چې په ده ووېرېدلې، نو دا په سیند كې وغورځوه او مه وېرېږه او غم مه كوه، بېشكه دا مونږ تا ته بېرته راوستونكي یو او مونږ دا له رسولانو له نه ګرځوونكي یو
8نو دى ال فرعون ومونده (او اوچت يې كړ) د دې لپاره چې (عاقبتًا) د دوى لپاره دښمن او غم شي، بېشكه فرعون او هامان او د دواړو لښكرې (دوى ټول) خطا كوونكي وو
9او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل
10او د موسٰى د مور زړه (له صبره) بېخي خالي شو، بېشكه هغه قریب وه چې خامخا د ده اظهار وكړي كه چېرې مونږ د هغې زړه مضبوط كړى نه وى، د دې لپاره چې له باور كوونكو څخه شي
11او هغې د هغه خور ته وویل: د ده (موسٰى) پسې برابره ځه، نو هغې به ده ته له لرې نه كتل، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېدل
12او مونږ په ده باندې دايیګانې بندې كړې وې، له مخكې نه، نو هغې (د موسٰى خور) وویل: ایا زه تاسو ته داسې كورنۍ وښیم چې ستاسو لپاره د ده كفالت (او ساتنه) وكړي، په داسې حال كې چې هغوى به له ده سره ښېګڼه كوونكي وي
13نو مونږ هغه خپلې مور ته بېرته راوسته، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غم ونه كړي او د دې لپاره چې پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده۔ او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي
14او كله چې هغه خپل زور (ځوانۍ) ته ورسېده، او ښه برابر شه، مونږ هغه ته حكم (نبوت) او پوهه وركړه او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
15او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و۔ نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و۔، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى
16ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې، نو هغه ورته بخښنه وكړه، بېشكه هغه، هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
17ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د هغه انعام چې تا په ما وكړ، نو زه به هېچرې د مجرمانو مددګار نشم
18نو سبا يې كړ په ښار كې، په داسې حال كې چې وېرېدونكى و، (او) انتظار يې كاوه، نو ناڅاپه هغه كس چې پرون يې له ده نه مدد غوښتى و، ده ته نارې وهي، موسٰى ده ته وویل: بېشكه ته خامخا ښكاره ګمراه يې
19نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې
20او د ښار تر ټولو لرې غاړې نه یو سړى راغى چې منډې يې راوهلې، ويې ويل: اى موسٰى بېشكه چې مشران ستا په باره كې مشورې كوي، د دې لپاره چې تا قتل كړي، نو ته وځه! بېشكه زه ستا له خیر غوښتونكو ځنې یم
21نو موسٰى له دغه (ښار) نه ووت، په دې حال كې چې وېرېدونكى و (او) انتظار يې كاوه، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړې
22او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل: امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي
23او كله چې د مدین اوبو ته ورسېده، نو د هغه (كوهي) په خوا كې يې د خلقو یوه ډله وموندله چې اوبه يې وركولې او له هغوى نه يې رابېرته دوه ښځې وموندلې چې خپل څاروي يې رامنع كول، ويې ويل: ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: مونږ (څارویو ته) اوبه نه وركوو تر هغه پورې چې شپانه بېرته (سره له ماله) لاړ شي او زمونږ پلار عمر خوړلى بوډا دى
24نو (د) هغو (كنډك) ته يې اوبه وركړې، بیا سیوري ته وګرځېده، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم
25نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل: بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل: ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې
26په دواړو كې یوې وویل: اى زما پلار جانه! ته دا مزدور ونیسه، بېشكه ترټولو غوره په هغه چا كې چې ته يې مزدور نیسې، هغه دى چې ښه قوتناك او امانتګر وي
27ويې ويل: بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله)
28ويې ويل: دا دى (عهد مقرر) زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې، په دغو دواړو نېټو كې چې كومه ما پوره كړه، نو په ما به (نور) هېڅ زیاتى نه وي، او څه چې مونږ وایو، الله پرې ګواه دى
29نو كله چې موسٰى نېټه پوره كړه او له خپل اهل سره روان شو (، نو) د طور له جانبه يې اور ولیده، خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شي، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه تاسو ته له هغه نه څه خبر، یا د اور سكروټه (شغله) راوړم، د دې لپاره چې تاسو (پرې) تاوده شئ
30نو كله چې دغه (اور) ته راغى (، نو) په مباركه ټوټه (قطعه) كې د ناو په ښې اړخ كې له ونې نه ورته اواز وكړى شو داسې چې اى موسٰى! بېشكه همدا زه الله رب العلمین یم
31او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې
32ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، را وبه وځي، په داسي حال كې چې بې له كوم عیبه به تك سپین وي او ته خپل څانګ خپل ځان ته راپېوست كړه، د وېرې له وجې نه، نو دغه دواړه ستا د رب له جانبه دلیلونه دي فرعون او د هغه سردارانو ته، بېشكه چې دوى فاسقان خلق دي
33ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه ما له دوى نه یو نفس وژلى دى، نو زه وېرېږم چې دوى به ما ووژني
34او زما ورور هارون چې دى، هغه له ما نه په ژبه كې ډېر فصیح دى، نو ته هغه زما سره مددګار ولېږه چې زما تصدیق كوي، بېشكه زه وېرېږم له دې نه چې دوى به زما تكذیب وكړي
35ويې ويل: ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه۔ تاسو دواړه او څوك چې ستاسو پیروي كوي هم تاسو (ټول) به غالب وئ
36نو كله چې دوى ته موسٰى زمونږ په څرګندو معجزو سره راغى، دوى وویل: نه دى دا مګر جادو (سحر)، چې په دروغو سره جوړ كړى شوى دى او مونږ دا خبره په خپلو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو
37او موسٰى وویل: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې د هغه له جانبه په هدایت سره راغلى دى او په هغه چا چې د هغه لپاره به د اخرت ښه انجام وي، بېشكه شان دا دى چې ظالمان به برى نه مومي
38او فرعون وویل: اى سردارانو! زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم۔، نو اى هامانه! ته زما لپاره په خټې باندې اور بل كړه، پس زما لپاره یوه اوچته ماڼۍ جوړه كړه، كېدى شي چې زه د موسٰى معبود ته وخېژم او بېشكه زه دا له دروغجنانو ځنې ګڼم
39او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي
40نو مونږ دا او د ده لښكرې راونیولې، نو مونږ دوى په درياب كې وغورځول، نو ته وګوره چې د ظالمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟
41او مونږه دوى داسې پېشوایان وګرځول چې اور ته بلنه كوي او د قیامت په ورځ به له دوى سره مرسته نه كولى شي
42او په دې دنیا كې مونږ د دوى پسې لعنت ولګاوه، او د قیامت په ورځ به همدوى له خراب كړى شویو (بدمخي شویو) څخه وي
43او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، وروسته له هغه نه چې مونږ ړومبني امتونه هلاك كړل، په دې حال كې چې هغه د خلقو لپاره د بصیرتونو والا، او هدايت او رحمت دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني
44او (اى نبي!) ته (د موسٰى) سره د مغربي (غره) خوا ته نه وې كله چې مونږ موسٰى ته د (نبوت د) كار وحي وكړه او ته له حاضرینو څخه نه وې
45او لېكن مونږ ډېر امتونه پیدا كړل، نو په دوى خپل عمرونه اوږده شول۔ او ته په مدین والاو كې اوسېدونكى نه وې، چې تا هغوى ته زمونږ ایتونه لوستلى، او لېكن همدا مونږ (تا لره) لېږونكي یو
46او ته د طور خوا ته نه وې كله چې مونږ اواز وكړ او لېكن (ته لېږلى يې مونږ) رحمت، د خپل رب له جانبه، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې له تا نه مخكې دوى ته كوم وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي
47او كه دا نه وى چې دوى ته به څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو عملونو چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا به دوى وايي: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته كوم رسول ولې نه رالېږې، پس چې مونږ ستا د ایتونو تابع شو او شو له مومنانو څخه
48نو كله چې دوى ته زمونږ له جانبه حق راغى، ويې ويل: ده ته په مثل د هغو (معجزو) ولې نه دي وركړى شوي چې موسٰى ته وركړى شوې دي؟ ایا دوى كافران شوي نه وو په هغو (معجزو) چې له دې نه مخكې موسٰى ته وركړى شوې وې؟ دوى وویل: دوه سحره دي، چې د یو بل مدد كوي، او دوى وویل: مونږ په هر یو سره كفر كوونكي یو
49ته ووایه: تاسو د الله له خوا نه داسې كتاب راوړئ چې هغه د دې دواړو كتابونو نه زیات لار ښوونكى وي، چې زه د هغه پیروي وكړم، كه تاسو رښتیني یئ
50نو كه دوى ستا خبره ونه منله، نو ته پوه شه چې دوى یقینًا يواځې د خپلو خواهشاتو پيروي كوي او له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى، چې د خپل خواهش پيروي كوي، بې له هدایته د الله له جانبه۔، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
51او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كلام پرله پسې لېږلى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
52هغه كسان چې مونږ هغوى ته له ده نه مخكې كتاب وركړى و، هغوى په ده باندې ایمان راوړي
53او كله چې دوى ته ولوستى شي، دوى وايي: مونږ په ده باندې ایمان راوړى دى، بېشكه همدا زمونږ د رب له جانبه حق دى، بېشكه مونږ له ده نه مخكې هم مسلمانان وو
54دغه كسان دي چې دوى ته به د دوى اجر دوه كرته وركاوه شي، په سبب د دې چې دوى صبر وكړ۔ او دوى په نېكۍ سره بدي لرې كوي، او ځينې له هغه مال نه چې مونږ دوى ته وركړى دى لګوي يې
55او كله چې دوى بېكاره خبره واوري (، نو) له هغې نه مخ واړوي او وايي: زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او ستاسو لپاره ستاسو عملونه دي، په تاسو دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو
56بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې
57او دوى وايي: كه مونږ له تا سره د هدایت پیروي وكړو (نو) له خپلې ځمكې نه به وتښتول (ووېستل) شو، ایا مونږ دوى ته د داسې حرم تمكین نه دى وركړى چې د امن والا دى، ده ته د هر شي مېوې راوړلى (او وركولى) شي ښه رزق وركول، زمونږ له خوا نه، او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
58او مونږ څومره ډېر كلي هلاك كړي دي چې په خپل معيشت كې يې سركشي كړې وه، نو دغه د دوى كورونه دي چې له دوى نه پس په كې سكونت نه دى شوى مګر ډېر لږ او هم دا مونږ وارثان یو
59او ستا رب له سره د كلیو هلاكوونكى نه دى، تر هغه پورې چې د هغو (كلیو) په اصل (مركزي ښار) كې یو رسول ولېږي چې دوى ته زمونږ ایتونه لولي، اومونږ د كلیو هلاكوونكي نه یو مګر په داسې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ظالمان وي
60او تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو د دنيايي ژوند فايده او د هغه زینت دى، او هغه څه چې له الله سره دي، ډېر غوره او ښه باقي پاتې كېدونكي دي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟
61ایا نو هغه څوك چې له هغه سره مونږ وعده كړې ده، ښه وعده، پس دى له هغې سره ملاقات كوونكى دى، د هغه چا په شان دى، چې مونږ هغه ته فايده وركړه د دنيايي ژوند فايده، بیا به هغه د قیامت په ورځ له حاضر كړى شویو څخه وي؟
62او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به هغه (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به ګڼل؟
63هغه كسان به ووايي چې پر هغوى باندې خبره ثابته شوې ده: اى زمونږه ربه! دا هغه كسان دي چې مونږ ګمراه كړي وو، مونږ دوى ګمراه كړل، لكه چې مونږ ګمراه شوي وو۔ مونږ (له دوى نه) ستا په طرف بېزاره كېږو، دوى زمونږ عبادت نه كاوه
64او وبه ویل شي: تاسو خپل شریكان وبلئ، نو دوى به هغوى وبلي: نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او دوى به عذاب وویني (او تمنا به وكړي چې) كاشكې واقعتًا دوى (په دنیا كې) هدایت موندلى وى
65او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: تاسو رسولانو ته څه جواب وركړى و؟
66نو په دغې ورځ به په دوى باندې خبرونه پټ شي، نو دوى به یو تربله پوښتنه نه كوي
67نو پاتې شو هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو امېد دى چې دغه به له نجات موندونكو څخه وي
68او ستا رب پیدا كوي هغه چې وغواړي او هغه انتخاب كوي، دوى ته هېڅ اختیار نشته، الله لره پاكي ده، او هغه اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي
69او ستا رب پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى څرګندوي
70او همدغه الله دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص هم ده لره ثنا ده په دنیا او اخرت كې، او خاص هم ده لره حكم دى، او خاص ده ته به تاسو بېرته بیولى شئ
71ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه شپه كړي (نو) له الله نه غیر بل څوك الٰه (معبود) دى چې تاسو ته رڼا راوړي؟ ایا نو تاسو نه اورئ؟
72ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ، كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه ورځ كړي، نو له الله نه غیر بل څوك معبود دى چې تاسو ته هغه شپه راوړي چې تاسو په هغې كې ارام كوئ؟ ایا نو تاسو نه وینئ؟
73او خاص د خپل رحمت له وجې يې تاسو لپاره شپه او ورځ پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دغې (شپه) كې ارام وكړئ او د دې لپاره چې تاسو (په دغې ورځ كې) د هغه له فضله (څه) ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
74او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: چېرته دي زما هغه شریكان چې تاسو به ګڼل؟
75او مونږ به له هر امت نه یو ګواه راوباسو، نو مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو خپل دلیل راوړئ، نو دوى به پوه شي چې بېشكه حق خاص د الله لپاره دى، او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل
76بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي
77او ته په هغه (مال) كې چې تا ته الله دركړى دى؛ د اخرت كور (جنت) لټوه، او له دنیا نه خپله برخه مه هېروه، او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى، او په ځمكه كې فساد مه غواړه، بېشكه الله فساد كوونكي نه خوښوي
78هغه وویل: یقینًا دا خو ما ته راكړى شوى دى په هغه علم سره چې زما سره دى، ایا دى نه و پوه، چې بېشكه الله یقینًا له ده نه مخكې له امتونو څخه هغه څوك هلاك كړي دي چې هغه له ده نه په قوت كې زیات سخت وو، او په جمع (ډله) كې له ده نه ډېر وو، او له مجرمانو (كافرانو) نه به د خپلو ګناهونو په باره كې، تپوس نه كاوه شي
79نو دى په خپل قوم باندې په زینت كې راووت، (نو) هغو كسانو وویل چې دنيايي ژوند يې غوښته: اى كاشكې چې مونږ له هم وى په شان د هغو (مالونو) چې قارون ته وركړى شوي دي، بېشكه دا خامخا د ډېرې لويې برخې خاوند دى
80او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته
81نو مونږ هغه او د هغه كور په ځمكه كې ننه اېست، نو بیا د ده لپاره له الله نه غیر هېڅ ډله نه وه چې د ده مدد يې كړى وى اونه و دى (پخپله) له بدل اخيستونكو څخه
82او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې۔، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي
83دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
84چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه
85بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قرآن فرض (نازل) كړى دى یقینًا هغه تالره د وعدې ځاى ته بېرته بېونكى دى ۔، ته ووایه: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې نېكي يې راوړې ده او په هغه چا چې هغه په ښكاره ګمراهۍ كې دى
86او تا امېد نه لاره چې تا ته به كتاب نازل كړى شي لېكن ستا د رب له جانبه د رحمت په وجه (نازل كړى شو)، نو ته له سره مه كېږه مددګار د كافرانو
87او دوى (كافران) دې تا د الله له ایتونو نه هیچېرې وانه ړوي، وروسته له دې چې كله تا ته نازل كړى شول، او ته خپل رب طرف ته (خلق) بله، او هیچېرې مه كېږه له مشركانو څخه
88او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله۔ (ځكه چې) د عبادت هېڅ لايق نشته مګر هغه دى، د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى۔ حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بوتلى شئ
سرچینه: Abdulwali Khan
WEBREATH · 11:11
«If you are thankful, I will give you more» — Quran 14:7
Breath is one for all: everyone lives by it, whoever they are and whatever they believe. Every day at 11:11 local time people stop for sixty seconds, breathe, and thank GOD for the breath — each in their own words, each within themselves. In that minute we are One Breath.
WEBREATH — the Minute at 11:11, your own local time — we are One Breath